د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو کې لانجه


د امریکا متحدو ایالاتو د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه غونډه وروسته له هغه وځنډوله چې په پاکستان کې د ددو کسانو د قتل په تور د یوامریکايي ډيپلومات د نیولو پرسر د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو کې لانجه را اوچته شوه.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله پرونۍ ګڼه کې دې موضوع ته اشاره کوي او د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، که پاکستان د رېمونددیویس مسئله ژر تر ژره حل نه کړي نو دې هېواد ته د امریکايي مقاماتو ګڼ سفرونه او مرستې به له ګواښ سره مخامخ شي.

د افغانستان، امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون دا درې اړخیزه کلنۍ غونډه چې هدف یې په افغانستان کې د جګړې په اړه خبرې اترې دي، د روانې عیسوي میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مه نېټه په پام کې وه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیرشاه محمود قریشي چې د امریکايي ډيپلومات د قضیې پر سر د امریکا او پاکستان په لانجه کې محوري شخصیت و، په کابینه کې د ولسمشر اصف علي زرداري له اصلاحاتو وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه.

قریشي پاکستاني رسنیو ته وویل، ده د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلیري کلېنټن دا غوښتنه چې د دیویس د ډيپلوماتیک مصوونیت خبره تایید کړي رد کړې ده.

نیویارک ټایمز زیاتوي، دې پېښې وښوده چې په پاکستان کې د امریکايي امنیتي مامورینو حضور چې دنده یې له تندلارو وسله والو سره مبازره ده د پاکستاني ټولنې له یو ډېر حساس عصب سره تماس کړی دی.

هیومن رایټس واچ:

د بشري حقونو څارونکې ډلې- هیومن رایټس واچ، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، پرون په خپله خپرونه کې د افغانستان د حکومت د هغې پرېکړې په اړه چې غواړي د ښځو لپاره د نړېوالو مرستندوېو ټولنو اداره په خپل لاس کې واخلي په یو مطلب کې لیکلي دي چې د حکومت دا پرېکړه د ښځو او نجونو مصوونیت له خطر سره مخامخ کوي. دا ټولنه لیکي چې د افغانستان حکومت دې د دې استوګن ځایونو د ادارې پرځای له هغو سره مرسته وکړي.

راپورونه وايي، چې د افغانستان حکومت د هغې مقررې مسوده برابره کړې، چې له مخې یې د ملګروملتونو او نورو غیرحکومتي موسېسو له خوا د هغو ښځو لپاره چې د کورني تاوتریخوالي له وېرې یې خپل کورونه پرې ایښي د جوړو شویو سرپناوو اداره په لاس کې اخلي.

مطلب د بشري حقونو په څارونکې ټولنه کې د افغانستان د چارو د څېړونکې راشل ریډ له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان په حکومت کې هغه کسان چې له ښځو سره دښمني کوي، جګړه مار قوماندانان او په اداري فساد کې ښکېل کسان ډېر دي.

مېرمن ریډ وايي، که دا سرپناوې د حکومت لاس ته ولوېږي ډېر امکان لري چې کورنۍ او قومي مشران فشار پرې راوړي څو دا مېرمنې بېرته خپلو کورونو ته ستنې کړي چې له دې سره به د بشري حقونو د څار ډلې په وینا د دوي ژوند له خطر سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG