د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون(دوشنبې) اعلان وکړ، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون بالاخره موافقه وکړه، چې د ۱۳۸۹ کال د سنبلې د اووه ویشتمې نېټې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د اختصاصي محکمې د قضايي قرار پر اساس د رایو صندوقونه مهرولاک او د قضايي اورګانونو له لوري وڅېړل شي.
څه موده وړاندې ځانګړې محکمې قضايي قرار صادر کړ، چې په لومړي پړاو کې باید ۱۲ولایتونو د ر ایو صندوقونه مهر لاک او دغه محکمې ته باید وسپارل شي،خو دې محکمې د انتخاباتو د کمیسیونونو چارواکي په نه همکارۍ تورنول.
عصمت څاروان د لویې څارنوالۍ له ویاند امان الله ایمان سره په دې موضوع مرکه کړې،چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.