د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو لپاره یو نوی کمیسیون جوړ شو


د ولسي جرګې د رییس د انتخاب لپاره ترڅلورو ځلو انتخاباتو او جنجالونو وروسته د دې جرګې غړي موافقه وکړه، چې د ولسي جرګې د رییس د انتخاب لپاره دې له وکیلانو څخه جوړ شوی کمیسیون یوه طرح جوړه کړي.

دا کمیسیون کابو شپیته تنه غړي لري، چې په ولسي جرګې کې د هر ولایت یو استازی او دغه راز د ولسي جرګې د رییس د انتخاب په تیرو څلورو ځلو انتخاباتو کې پاتې راغلي وکیلان په کې شامل دي.

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې د عمومي غونډې له پریکړې سره سم دا کمیسیون به د راتلونکې شنبې په ورځ د دې جرګې عمومي غونډې ته د رییس د انتخاب په هدف یوه مناسبه او ښه طرح وړاندې کوي.

د ولسي جرګې موقت رییس محمد سرورعثماني د دې کمیسیون جوړښت ښه او مناسب وباله اوهیله یې وښوده چې دا کمیسیون د ولسي جرګې د رییس د انتخاب پر سر پیدا شوو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي:

"دغه کمیسیون په ښه جوړښت او مناسب کیفیت موږ ته زیرې راکوي چې په ولسې جرګې کې به موجوده ستونزه حل شي.

دا کمیسیون دې خپلې غونډې منظمې او دوامداره جوړې کړي، موږ هیله من یو چې د راتلونکې شنبې په ورځ خپله طرح د خلکو استازو ته د رایه ګیرۍ لپاره وړاندې کړي."

د ولسي جرګې غړو د دې جرګې له وکیلانو څخه دغه کمیسیون ته وروسته ترهغې دنده وسپارله چې د ولسي جرګې د رییس د انتخاب لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي چې د دې جرګې د رییس انتخابات څلور ځلې بې نتیجې پاتې شول او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې عامو خلکو او سیاسي کړېو پرې انتقادونه وکړل.

خو د دې نوي کمیسیون غړي ډاډ ښیي چې دوي به وکولای شي یوه داسې طرح د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا او له مخې یې د ولسې جرګې رییس انتخاب شي.

په ولسې جرګې کې د کوچیانو استازی او د دې کمیسیون غړی حاجې حیدرجان نعیمزوی هم ورته نظرلري:

(د ولسي جرګې استازي غواړي چې شته جنجالو ته د حل لاره پیدا شي دغه جوړ شوی کمیسیون به وکولای شي دغه جنجال ته د پای ټکی کیږدي او ژر تر ژره به د ولسي جرګې ریس وټاکل شي.)

سره له دې چې په ولسې جرګې کې د خلکو استازي خوشبینه دي چې د دې جرګې له خوا دغه جوړ شوی کمیسیون به د ولسې جرګې د رییس د انتخاب لپاره یوه ښه او مناسبه طرح جوړه او وړاندې کړي خو ځیني سیاسي شنونکي اندیښنه ښیي چې د وکیلانو تر منځ د بېلابېلو مخالفتو او شخصي ګټو له امله ښایي د دې کمیسیون طرح هم لکه څنګه چې لازمه ده نتیجه ورنه کړي.

د ولسي جرګې غړي په خپله هم پردې قناعت لري چې په تیرو دریو اوونیو کې د دې جرګې د رییس د انتخاب پرسر ډیرې ستونزې پیدا شوې او دوي په ملي او نړېواله سطح له انتقادونه سره مخامخ کړل، دوي همدې ټکي ته په اشاره هیله ښیي چې دا ځل به د ولسي جرګې د رییس د انتخاب ستونزه هواره شي.
XS
SM
MD
LG