د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۴

بریتانیا په هلمند کې صنعتي پارک جوړوي


د دغه تفاهم لیک له مخې به د بریتانیا د نړېوالې پراختیا اداره یا ډې، ایف، ای، ډي به د لښګرګاه هوایي ډګرته څیرمه په ۳۱ اشاریه ۸۵ هکتاره ځمکه کې د بست په نامه یو صنعتي پارک جوړکړي.

د بست د صنعتي پارک تفاهم لیک د یکشنبې په ورځ په کابل کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي هم حاضر وو.

دغه تفاهم لیک د هلمند والي ګلاب منګل، د بریتانیې د نړېوالې پراختیايي ادارې د مرستیال انډریو کیډ او د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې مشر ترمنځ لاسلیک شو، د هلمند والي ګلاب منګل د دغه صنعتي پارک د جوړېدو هدف داسې څرګند کړ:

(زموږ د دغه پارک نه اساسي هدف بزګرو ته ښه بازار پیدا کول دي.)

د ښاغلي منګل په خبره په دغه صنعتي پارک کې به د څلویښتو په شااوخوا کې فابریکې فعالیت کوي او په راتلونکو دریو کلونو کې به یې د جوړېدو کار بشپړ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي هم دغه تفاهم لیک له ارزښته ډک وباله او زیاته یې کړه چې له دې سره به په افغانستان او په ځانګړې توګه هلمند ولایت کې د تولیداتو کچه لوړه شي.

که څه هم د ایسا یا د افغانستان د پانګه اچونې ملاتړې ادارې د مسولینو په خبره تراوسه پورې د دغه صنعتي پارک د مجموعي لګښت په اړه سروې پای ته نه ده رسیدلې، خو د بریتانیې د نړېوالې پراختیا ادارې مرستیال اندریو کیډ وویل د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره یې کابو ۳۰ ملیونه پوڼده ځانګړي کړي:

(دا د هغه پراخ پروګرام یوه برخه ده، چې هدف یي له هلمند ولایت سره په اقتصادي وده کې مرسته کول دي.

په دغه پروګرام باندې به شاوخوا ۲۸ ملیونه پوڼډه لګښت راشي، چې په کې د صنعتي پارک ترڅنګ د فابریکو لپاره د ودانیو جوړول هم شامل دي.)

د چارواکو په خبره تراوسه پورې په کابل، ننګرهار،هرات ،کندهار او خوست ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړشوي دي او دوي په پام کې لري په راتلونکې کې شپږنور صنعتي پارکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جوړ کړي.

هلمند د هېواد په جنوب کې یوله هغو ولایتونو څخه دې چې امنیتي وضعه په کې ښه نه ده خو کتونکي په دې باور دي چې د دغه پارک جوړېدل او دې ته ورته اقدامات به د امنیت په ټینګښت کې خورا اغیز من وي.
XS
SM
MD
LG