په افغانستان د واورو او بارانونو وروستیو ورښتونو بزګران او مسوله چارواکي هیله مند کړي، چې په را روان کال کې به د وچکالۍ له پلوه له کومې جدي ستونزې سره مخامخ نه شي.
دغه هیلې وروسته له هغې زیاتیږي، چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان په سړو سیمو کې د وارو او په ګرمو سیمو لکه کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د بارانونو اورښتونه روان دي.
له دې مخکې ځینو نړېوالو ادارو داسې راپورونه خپاره کړي وو که چېرې په راتلونکو څو اونیو کې په افغانستان کې اورښتونه ونه شي نو دا هېواد به له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.
په کابل کې زموږ همکارې ذکیي غیاثي د کرنې او مالدارۍ وزارت له ویاند مجید قرار سره دغه موضوع شریکه کړي او په سر کې یي ترې پوښتلي چې دغه واورې او بارانونو د اټکل شوې وچکالۍ سره مبارزه کولای شي او که نه؟
چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.