د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

د امریکا، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې وځنډېدې


فلیپ کراولی هیله څرګنده کړه، چې ډیر ژر به د بلې ناستې لپاره وخت وټاکل شي.
فلیپ کراولی هیله څرګنده کړه، چې ډیر ژر به د بلې ناستې لپاره وخت وټاکل شي.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او دا یې تایید کړې، چې د افغانستان، پاکستان او امریکايي د مقاماتو درې اړخیزه خبرې ځنډیدلې دي.

ټاکل شوې وه، چې دا خبرې د روانې میلادې میاشتي په درویشتمه او څلرویشتمه نیټه تر سره شي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کراولی وايي، دا اقدام په پاکستان کې د روانو سیاسي بدلونونو په نظر کې نیولو سره شوي.

کراولي وايي، دا پریکړه په واشګتن کې له افغان او پاکستانیو مقاماتو سره تر خبرو وروسته وشوه.

د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدا شان ویلي، موږ د افغانستان، پاکستان او متحد ایالاتو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن یو او په ګډه به هغه مسایل چې د ټولو په ګټه وي، پر یوه میز مطرح شي.

فلیپ کراولی هیله څرګنده کړه، چې ډیر ژر به د بلې ناستې لپاره وخت وټاکل شي.

د کروالی په وینا دوی غواړي، چې موثرې خبرې اترې وکړي. که چرته داسې کوم دلیل وي، چې له امله یې د پاکستانیو، افغان او امریکايي مقاماتو خبرې موثریت ونه لري نو بیا به دا کتنه په یو بل ډول تنظیم شي.
په پاکستان کې وروستي سیاسي بدلونونه او د بهرنیو چارو د وزیر استعفي د درې اړخیزو د ځنډېدو لامل شو.


تر دې دمخه هم درې اړخیزې خبرې شوې او په هغو کې په ځانګړې توګه په سیمه کې د همکاریو او همدا شان له تروریزم سره د مبارزې مسایل مطرح شوې دي.

خو دا ځل په پاکستان کې سیاسي بدلونونه، چې تیره اوونۍ د پاکستان د حکومت د منحل کیدو سبب شو، هاخوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر استعفی، هغه مسایل دي چې د دې خبرو اترو د ځنډیدو سبب شو.

امریکايي ډیپلوماټ

بله خوا د پاکستان او متحد ایالاتو تر منځ اړیکې خړې پړې شوي ځکه د امریکا یو ډیپلوماټ په پاکستان کې بندی دی او امریکا یې ژر تر ژره د خوشې کیدو غوښتنه کوي.

رایمونډ ډېوېډ چې په پاکستان کې د متحد ایالاتو د سفارت د قونسلې څانګې کارکونکی دی، تېره میاشت د پاکستان په لاهور ښار کې دوه پاکستانیان چې د ده د مال د غلا کولو نیت درلود ووژل.

د پاکستان محکمې او حکومت د یاد شوي ډیپلوماټ د خلاصون غوښتنه رد کړې او هغه یې بېرته زندان ته لیږلی.
XS
SM
MD
LG