د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

په ایران کې اعدامونه زیات شوې دي


د ملګرو ملتو او د بشري حقونو ډلو په ایران کې اعدامونو ته اندیښنې زیاتې شوې دي، ایران له تیرې میاشتې راهیسې تر اتیا ډير کسان اعدام کړې دي. یو شمېر سیاسي څیړونکي داسې باور لري چې تهران په دې ډول غواړي چې خپل خلک وویروي، څو د مصر او تونس په څیر پاڅون و نه کړي.

د بشري حقونو ډله د زهرې افتخاري په وینا څرګندوي چې کله یې هم فکر نه کاوه چې د دې خاوند سعید ملک پور به هم په هغه ډلې کې راځي چې ایران یې په دار کوي.

پنځه دیرش کلن ملکپور ایراني الاصله کاناډایی په دوه زره اتم میلادي کال کې وروسته تر دې ونیول شو چې ایران ته د خپل ناروغ پلار د پوښتنې لپاره ولاړ. دی تیرکال په دسمبر کې د مرګ په سزاء محکوم شو.

ملکپور په خپله ویب پاڼې تیارولې خو دی په دې تورن شو چې د ایران د اسلامي رژیم د پرځولو هڅه یې کوله او مقدساتو ته یې سپکاوی کاوه.

د ملکپور میرمنې افتخاري دا تورونه ردوي او وایي چې په زندان کې وهل شوی ټکول شوی څو په تلویزیون کې داسې اقرار وکړي،افتخاري وویل، د دې د میړه د دوسیې شواهد ناقص دي:

« دا تورونه د ایران په محافظه کاره ټولنه کې په خپله حساس و او همداراز له سیاسي پلوه له دې تورونو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

هرڅوک چې سعید پیژني پوهیږي چې دا تورونه د هغه په برخه کې ټول درواغ دي. هر چا چې سعید د اقرار په وخت په تلویزیون کې لیدلی د ده شونډې رپیدلې نو ویل یې چې سم ښکارې چې له ده اقرار په زوره اخیستل شوی»

څه باندې اونۍ مخکې د ایران د لوی څارنوال جعفري دولت ابادي په وینا رسنیو وویل چي د دو تنو دوسیه ستري محکمي ته واستول شوه. د ایران لوی څارنوال دغه دوه تنه معرفي نه کړل خو داسې بارو کیږي چې یو یې ملکپور و.

تیره اونۍ د ملګرو ملتو خپلواکو څیړونکو خبر داری ورکړ چې په ایران کې د اعدامونو په برخه کې په ډراماتیک ډول زیاتوالی راغلی دی. ایران پرته له دې هم په نړۍ کې یو له هغو هیواد څخه دی چې هر کال پکې ډیر خلک اعدامیږي.

د بشري حقونو د نړیوالو ادارو په وینا په ایران کې یوازې د جنوري په میاشت کې درې اتیا تنه اعدام شول. تیرکال د اعدام شویو کسانو شمیر یوسل او نهه اویا تنو ته رسیده.

په ایران کې د دوه زره نهم کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته اعدامونه زیات شوې دي. د دوه زره نهم کال د جون له میاشتې وروسته چې د ولسمشرۍ انتخابات وشول په دریو میاشتو کې د بشري حقونو د بخښنې د نړیوالې ادارې په وینا تر سل تنه ډیر په ایران کې اعدام شول.

په نیویارک کې میشته د ایران لپاره د بشري حقونو د ادارې مشر هادي قیومي په دې باور دی چې په وروسیتو کې په ایران کې د اعدامونو زیاتیدل د تونس او مصر له پاڅونونو سره اړیکې لري:

«دا ډیره ګرانه ده چې ووایو چې له څه امله په ایران کې اعدامونه زیات شوې دي خو داسې ښکارې چې په سیمه کې سیاسي پرمختګونو پر دې اغیز کړی. د ایران امنیتي ځواکونه ډیره ویره لري چې د مصر او تونس په څیر پاڅونونه په ایران کې و نه شي»

د ایران د اپوزسیون مشرانو میر حسین موسوي او مهدي کروبي د ایران حکومت تورن کړی دی چې د دې لپاره خلک اعداموي چې په ولس کې ویره او ترهه پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG