د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۲

ولې د ولسي جرګې غړي د خپل مشر په ټاکلو نه بریالي کيږي؟


د دې ستونزې یو اساسي علت په دغه بهیر کې بهرنۍ او په تیره بیا د حکومت لاس وهنه ښودل کیږي.
د دې ستونزې یو اساسي علت په دغه بهیر کې بهرنۍ او په تیره بیا د حکومت لاس وهنه ښودل کیږي.

د افغانستان ولسي جرګه د دریم ځل په انتخاباتو کې هم د خپل مشر په ټاکلو کې پاتې راغله او بیا هم کوم کاندید د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو بریالی نشو.

افغان ولسمشر که څه هم د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په روان بهیر کې د حکومت لاس وهنه ردوي، خو وایي، چې د دې ریاست له یو کاندید څخه یې ملاتړ کړی و.

ولسي جرګه وروسته له هغې، چې د معترضه کاندیدانو له مخالفت سره سره د ولسمشر کرزي له خوا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پرانستل شوه، د خپل مشر د ټاکلو لپاره درې ځله انتخابات وکړل، چې له کومې نهایي نتیجې وروسته پای ته ورسیدل.

که څه هم د روان بن بنست یو اساسي علت په دې بهیر کې بهرنۍ او په تیره بیا د حکومت لاس وهنه بلل کیږي، خو ښاغلي کرزي دا مساله د حکومت له وسه بهر وبلله او ویې ویل، چې حکومت په هم هغه لومړني پړاو کې د پریکړې پلوي و.

ښاغلي کرزي د یو کاندید نوم ذکر کړ، چې د ده په وینا حکومت یې د ولسي جرګې د ریاست د ترلاسه کولو لپاره بشپړ ملاتړ کاوه.

"موږ په ټولو معنا وغوښتله، چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره کیدونکي انتخابات په خپل لومړي پړاو کې پای ته ورسیږي او مشر وټاکلې شي. په دویم پړاو کې حکومت په ټول ځواک سره د ښاغلي عثماني تر شا ودرید، څو دی د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکلې شي، داځکه، چې دوی د جرګې د ریاست لپاره یو ښه کس و.
ولسمشر کرزی وايي، چې د ولسي جرګې د مشرتابه په ټاکنو کې یې له یو تن څخه ملاتړ کړی دی

خو دا، که دلته وزیرانو بیا چپه کار کړی وي، نو د دې امکان شته، خو په هغه بل یې نه پوهیږم. په هر صورت باید له دې نه کومه اندیښنه ونلرو، ځکه، چې شورا د بحث ځای او د تجربې ځای دی او دې هیواد اوس اوس د دیموکراسۍ دا لړۍ پیل کړې ده."

صدیق احمد عثماني د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم ځل په انتخاباتو کې کاندید و، چې د دې انتخاباتو په دویم پړاو کې یو سل او نولس رايې ترلاسه کړې، حال دا، چې د غوڅ اکثریت لپاره یې باید ۱۲۳ رايې ترلاسه کړی وای.

ولسمشر کرزي که څه هم په ولسي جرګه کې روان بن بنست د هیواد په زیان نه بولي، خو وایي، چې روان بهیر د اساسي قانون له روحیې سره اړخ نه لګوي.

د ښاغلي کرزي اشاره د دویم پړاو په انتخاباتو کې د غوڅ اکثریت مسالې ته وه او د ده په وینا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ساده اکثریت په پام کې نیول شوی.

بل لور ته ځینې کتونکي او خپله د ولسي جرګې لنډ مهاله اداري پلاوی هم په دې باور دی، که د دې جرګې د کورنیو دندو په کړنلاره کې بدلون رانه شي، د جرګې د مشر د ټاکلو بحران به حل نه شي.

دې جرګې د خپل مشر د ټاکلو لپاره د سې شنبې په ورځ د دریم ځل لپاره انتخابات وکړل، خو بیا هم کوم کاندید بریالی نشو، چې د جرګې د حاضرو غړو غوڅ اکثریت، یعنې پنځوس جمع یو رای ترلاسه کړي.

داخلي کړنلاره

د انتخاباتي کارکوونکو د ټولنې مشر ذکریا بارکزی په دې باور دی، چې د جرګې د کورنیو دندو په کړنلاړه کې بدلون د روان بحران او د بهرنۍ لاس وهنې د مخنیوي یوازنۍ لار ده:

"په خپله اکثریت هم نسبي دی او هم مطلق، چې دوه ډوله دی، مطلق باید په لومړي دور کې په پام کې ونیول شوي او نسبي په دویم دور کې، یعنې په دې معنی چې په دویم دور کې مطلق اکثریت تایید دی او په دنیا کې رواج نه دی او دا هغه غلطي ده چې د پارلمان د داخلي کړنلارې په اساس جوړه شوې ده، دا کړنلاره باید د حقوقي او نړېوال پلان شويو نورومونو له مخې چې د انتخاباتو په اړه یې لري جوړه شي."

د ولسي جرګې لنډ مهاله مشر هم وروسته له هغې، چې د دریم ځل انتخاباتو له بې نتیجې پاتې کیدو وروسته مایوسه بریښیدو په کړنلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه.

خو زیات شمېر وکیلان بیا دا استدلال کوي، چې د لنډ مهالې مشر تر څارنې لاندې دوی نه شي کولی، چې په دې کړنلاره کې کوم بدلون راولي.

خو د دې ترڅنګ د سپینو رایو په اړه د کوم نهایي حکم نه موجودیت هم د مشر د ټاکلو په وړاندې یو خنډ بلل کیږي.

دا، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به وکیلان په دې اړه کومه پریکړه وکړي او که بیا هم په همدې حالت کې انتخاباتو ته ورځي، دا به د دوی له بحثونو روښانه شي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG