د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۶

خټو او جګړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي دي


کابل ښاروالۍ وايي، په کابل کې د منظم کال سیسټم نه شتون پر سړکونو د ډنډونولامل کرځيدلي
کابل ښاروالۍ وايي، په کابل کې د منظم کال سیسټم نه شتون پر سړکونو د ډنډونولامل کرځيدلي
د کابل ښاریان د ژمي تر نیمایي پورې د واورو د نه ورېدو له امله اندیښمن وو، خو کله چې تیره ورځ د لومړي ځل لپاره واوره او باران واوریدل، خلک یې خوښ کړل خو له دې ناخبره وو، چې د دې اورښتونو په سبا به په لارو، کوڅو اوسړکونو کې د اوبو له ولاړو ډنډونو څنګه تیریږي؟

په دې ورځو کې د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د سړکونو د څڼدو د بندو ویالو اوبه پرسړکونو اوښتي، ځای ځای په کوڅو کې ډنډونه جوړشوي او خټو او چکړو په کې د خلکو او موټروتګ راتګ ګران کړی دی.

خلک وایي، په ځینو سیمو کې لاره، سړک، ویاله، لوړه او ژوره نه معلومیږي او له یوې مخې خټو او اوبو نیولي وي، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل ښار یو تن اوسیدونکی حاجی عبداله وایي:

"په هرځای کې د اوبو ډنډونه ولاړ او د خټوله لاسه خلک او په تیره ښځې او ماشومان تګ راتګ نه شي کولی. د هرسړې جامی په ورځ کې درې ځلې ککړیږي، که یوې کونډې ښځې ته دومره پیسې ورکړي یقین وکړئ چې دا سړکونه به جوړ کړي خو دا چارواکي یې نه شي جوړولی."

ځیني وایي، په ځینو سیمو کې لاس ګاډو ته پنځه یا لس افغانۍ ورکوي، چې د سړک له یوې غاړې څخه بلې ته پورې باسي. سراج الدین وایي:

"په دهن باغ ، قوای مرکز او منډیي کې خلک لاس ګاډو ته پیسې ورکوو، چې له خټو او ډنډونو څخه مو د سړک پورې غاړی ته ورسوي."

موټر چلوونکي وایي، په ځینو ځایونو کې د سړکونو د څنډو ویالې بندې دي او په ځینو ځایونو کې، د ښاروالۍ له خوا کیندل شوې لارې او سړکونه لا جوړ شوي نه دي او دوه ورځنیو واورو او بارانو په لویو ډنډونو اړولي دي چې اکثره موټر چلوونکي پری خطا وځي او موټر یې په کندو ورپیښیږي.
د کابل ښاروالۍ د پالیسي او انسجام د ریاست مرستیال انجنیر یاسین هلال


خو کابل ښاروالۍ د ستونزې د حل لپاره دوه ټکو ته اشاره کوي او وایي، چې یو په ښار کې کانالونه د ایستلو اوږد مهاله پروژه ده، چې پیل شوې او بشپړیدل یې ژمي ټکنی کړل او بله د سړکونو د غاړو د بندو ویالو پاکول دي، چې عاجل تدابیر ورته نیول شوي او کار پرې روان دي.

په دې هکله د کابل ښاروالۍ د پالیسي او انسجام د ریاست مرستیال انجنیر یاسین هلال، ازادي راډیو ته وویل:

"اساسي چاره په ښار کې د کانالیزاسیون جوړول دي، چې پروژه اوسمهال د ښار په درې برخو کې پیل شوې ده، د پل تخنیک ساحه، رحمن مینه، نوی ښار او نور.

د ویالو خلاصیدل روان دی او په کوم ځای کې چې اوبه ډنډ شوي پرسونل او ټانکرونه مو ورته موظف کړي دي."

د ژمي په موسم کې یوازې کابل ښار نه دي، چې له واورو او اورښتونو جوړ ډنډونه په کې د خلکو او موټرو تګ راتګ ګرانوي، بلکې په لویو لارو او غرونو کې لویې ترانسپورتي ستونزې پیښوي، چې حتی د مساپرو د مرګ سبب هم کیږي.

تیرکال د سالنګ په لویه لاره واورو او توپانونو په لسګونو مساپر ووژل او په سلګونو موټرو ته یې درانه زیانونه واړول.

خو چارواکي وایي، چې سږکال یې د تیرکال په نسبت دغو پیښو ته اغیزمن تدابیر نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG