د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

کیري:د افغانستان په لانجه کې د امریکا د ونډې د کموالي ملاتړ کوو


ولسمشر حامد کرزی او جان کیري
ولسمشر حامد کرزی او جان کیري
ډیموکرات سناتور جان کیري د تیرکال په وروستیو کې د باسټون په پوهنتون کې پروفیسور اندري جي باسیویچ ته چې متقاعد ډګروال او د افغانستان په اړه د امریکا پر ستراتیژي یو له سختو انتقاد کونکو څخه دی، ټیلیفون وکړ او هغه ته یې وویل چې غواړي ورسره په خصوصي ډول وویني او د دغې جګړې په اړه د هغه نظریات واوري.

دوي دواړو په باسټون ښار کې په یوه رستورانت کې څه باندې یوساعت خبرې وکړې، باسیویچ د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ته وویل، چې ولې دی په دی باور دی چې دغه جګړه چې له پیله یي یوه لسیزه وځي، د ویتنام په جګړې بدلیږي.

جان کیري چې د ویتنام د جګړې تجربه لري او له دې جګړې سره یې سخت مخالفت څرګند کړی و، له دغې نتیجه ګیري سره ډیر مخالف دی، خو د ورځپاڼې په وینا کله چې جان کیري یوه غرمنۍ د پوهنتون له استاد سره چې د افغانستان د جګړې ضد نظریات لري، تیروي، دا په خپله د دې ثبوت دی چې دی د دغې جګړې پر څرنګوالي شک کوي او غواړي په دې اړه چی د دغې جګړې د پای ته رسېدوغوره لار څه ده، د ځان لپاره معلومات راټول کړي.

ډیموکرات سناتور جان کیري، چې افغانستان ته یې د نورو زرګونو عسکرو د استولو په برخه کې د اوباما د پریکړې ملاتړ کړی و، وویل دی دې نتیجې ته رسېدلی چې د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ باید له سره غور وشي.

کیري په افغانستان کې د روانو هڅو د محدودېدو او په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور د کمولو چې په اوس وخت کی یې شمیر ۱۵۵ زرو تنو رسي، ملاتړ کوي.

جان کیري د افغانستان د جګړې په اړه له باستون ګلوب ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، زه نه غواړم د هغې پالیسۍ یو جز واوسم چې یواځې په دې خاطر یې تطبیق دوام کوي چی هغه اوس عملا په افغانستان پرمخ ځي، د هغه په وینا دا به یوه داسې ستراتیژي وي چې د ویتنام د جګړې په اړه امریکا غوره کړې وه او په دې خاطر زه کلکه اراده لرم چې د دې کار مخه ونیسم.

کیري وویل، په راتلونکو اونیو کې به استماعیه غونډې جوړې کړي او په هغو کې به دا وڅیړي چې په افغانستان کې د اوباما اداره له هغو پرمختګونو څخه چې په وروستیو میاشتو کې په پوځې برخه کې ترلاسه شوی، د اوږدې مودې لپاره د یوه باثباته افغان حکومت لپاره څه انتظارات لري.

کیري وویل، په دې کی شک نشته چې په وروستیو کې په پوځي برخه کې پرمختګونه حاصل شوي خو ټول په دې موافق دي چې دغه لانجه له پوځي لارې نه شي هوارېدای.

هغه زیاته کړه، هغه څه چې زما د اندیښنې وړ دي دادي چې ایا د افغانستان حکومت به په کافي توګه خپلې ادارې سمې کړي ترڅو چارې په ښه توګه ترسره کړي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې نوروغړېو هم ویلي چې کانګرس باید په دې اړه پریکړه وکړي چې ایا د اوباما له پلان سره سم باید لږ تر لږه د راتلونکو درې کلونو لپاره د امریکا پوځ په دې هېواد کې پراخو پوځي هڅو ته دوام ورکړي او که نه؟


ډیموکرات سناتور رابرت پي کیسي وویل، دی غواړي په دې پوهه شي چې د افغانستان ملي اردو او پولیس به کله دې ته تیارشي چې له امریکایي او ناتو ځواکونو څخه د هېواد د امنیتي چارو مسولیت په لاس کې واخلي.

هغه وویل، په دې اړه د امریکایانو صبر او حوصله مخ په ختمیدو ده، له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د نسکورو لو په هدف جګړه پیل کړې، د امریکا پوځ ته د تلفاتو اندازه نژدې ۱۵۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

په دغې جګړه کې چې لګښت یې له څلورسوه میلیارډ ډالرو اوښتی، زرګونه نور امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي، په امریکا کې وروستیو نظرشمېرنو ښودلې چې له ډیرو امریکایانو سره د افغانستان د جګړې په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي او تقریبا نیمایي امریکایان په دې باور دي چې امریکا باید له افغانستانه ووځي.
XS
SM
MD
LG