د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

امریکا له مصري چارواکو سره د قدرت پر انتقال خبرې کوي


د مصر ولسمشر حسني مبارک
د مصر ولسمشر حسني مبارک
مصریان د ولسمشر حسني مبارک د لرې کیدو هڅې کوي او اټکل کیږي چې نن به په مرکز قاهرې کې شاوخوا یو ملیون کسان لاروکوڅو ته راووځي او اعتراضي مظاهرې به وکړي.

بل لور ته د امریکا حکومت هڅې پیل کړې دي چې دوه اتیا کلن حسني مبارک قانع کړي چې واک پریږدي.

رویټرز اژانس د یوه جګپوړي امریکایي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستی وایي، واشنګتن د مصر له حکومت سره پر بیلابیلو امکاناتو خبرې پیل کړې دي چې یوه یې هم د حسني مبارک د سمدستي استعفی خبره ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو او عرب دیپلوماتانو په وینا رپوټ خپور کړی دی او لیکي چې امریکایي چارواکي دا پلان څیړي چې څرنګه په مصر کې واک یوې نوې ادارې ته انتقال شي داسې موقتې ادارې ته چې مشري یې د حسني مبارک مرستیال عمر سلیمان وکړي او پوځ یې هم ملاتړی وي.

البته مصري چارواکي په دې برخه کې اساسي قانون ته اشاره کوي چې اجازه نه ورکوي چې قدرت په دې ډول معاون ته وسپارل شي.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې نن په بروکسل کې د اروپایي هیوادو مشران په خپله غونډه کې د مصر مساله وڅیړي. جرمني اژانس خبر ورکوي چې د بروسل په غونډه کې به په مصر کې د واک د انتقال غوښتنه وشي.

د مصر ولسمشر حسني مبارک پرون اې بي سي تلویزیون ته په مرکې کې وویل، دی په دې باور دی چې هیواد یې ده ته اړتیا لري او که چیرته استعفی ورکړي د قدرت خلا به رامنځته شي. ولسمشر مبارک زیاته کړه، زه په دې پسې نه ګرځم چې خلک په ماپسې څه وایي زه په خپل هیواد پسې ګرځم.

حسني مبارک ژمنه کړې ده چې کله یې د ریاست روانه دوره پای ته ورسیږي له هغه وروسته به اسعفی ورکړي. د ده د ریاست دوره په سپتمبر کې ختمیږي.

د مصر شخړو دنړۍ په بازارونو منفي اغیز کړی دی. په اسیا کې نن تیل یو بیرل یو نوي ډالرو ته لوړ شول.
XS
SM
MD
LG