د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


د انسان نیمه ښکلا د هغه په وېښتانو کې ده
د انسان نیمه ښکلا د هغه په وېښتانو کې ده
وایي د انسان نیمه ښکلا د هغه په وېښتانو کې ده، نو همدا خبر ده چې له ډېر پخوا انسانانو د خپلو وېښتانو د جوړولو لپاره له معطرو غوړېو او نورو طبیعي مواد کار اخیست چې ښکلي ښکاره شي.

نن سبا هم ځوانان له بېلابېلو رنګونو دغه راز طبیعي او غیر طبیعي مواد کار اخلي چې د وېښتانو رنګ او ډول یې پرې ښایسته شي شته.

ځینې ځوانان به مو لیدلي وي، چې وېښتان یې شخ شخ درولي وي یا دا چې یوې خواته یې داسې اړولي وي چې په یو حالت پاتې وي او نه ښوري.

د طوفان روزیه ارایشګاه کارکوونکې سمیرا وایي، چې کله کله د خپلو وېښتانو له یو ډول نه خسته کېږو او غواړو بڼې ته یې تغییر ورکړو نو له فیټ. جېل، موس، تافت او داسې نورو موادو کار اخلو چې وېښته مو هسې چې غواړو ودرېږي.

سمیرا وایي، چې د هر چا وېښتان ځانته خاصیت لري نو وېښتانو ته په پام سره باید دغه ارایشي مواد پرې ووهل شی:

(وېښته فرق کوي، ځینې راځي وایي چې وېښته مو کړۍ کړۍ جوړ کړئ هغوي ته موږ له جېل یا تافت نه کار اخلو چې وېښته یې شخ ونیسي، موس بیا وېښته لامده ښکاروي او خاص شکل ورکوي، له فیت او واکس نه هلکان ډېره استفاده کوي.

د هغو کسانو چې وېښته ضعیف یا لږ دي باید د دې موادو پرځای د نارنج یا لیمو له اوبو کار واخلي چې وېښتو ته یې زیان ونه رسوي.)

د پوستکي ډاکټران وایي، چې تروسه وسه باید په وېښتو او پوستکي ارایشي مواد ونه وهل شي ځکه کیمیاوي خواص لري او د وېښتو او جلد د خرابېدو سبب کېږي او که چېرې کار هم ترې اخیستل کېږي درې ساعته وروسته خامخا باید پرېمینځل شي.

د کابل اوسېدونکې صالحه وایي، چې خپل وېښته ډېر پرې ګران دي خو د ډول لپاره یې یوازې د وېښتو له غوړېو کار اخلي ځکه نور مواد وېښتانو ته زیان رسوي.
..............................

نن سبا په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو تر څنګ شخصي روزنیز کورسونه هم فعالیت کوي چې ګڼ شمېر ځوانان په کې د بهرنیو ژبو او ساینسي علومو په زده کړه بوخت دي.

دغه روزنیز کورسونه د ځوانانو د ښوونې په برخه کې ډېر ګټور دي، خو یو شمېر دغو کورسونو تجارتي بڼه خپله کړې ده.

ګڼ ځوانان له تجارتي کورسونو شکایت کوي وایي، له دوي لوړ فیس اخیستل کېږي خو د زده کړو لپاره پوره وسایل نه دي ورته برابر او استادان یې د تدریس لپاره نسبي پوهه او تجربه هم نه لري.

د کابل د یو شخصي کورس مدیر رومل عیار وایي، چې د دوي استادان کافي تجربه لري خو د فیس د لوړوالي په اړه وایي چې دوي کورسونو ته په لوړه بیه تعمیر کرایه کوي او د برق او نورو وسایلو مصرف پرې راځي ځکه نو مجبور دي چې لږ څه لوړ فیس واخلي:

(هغه فیس چې موږ له هر زده کوونکي اخلو په کرایه یې لګوو، ښاروالۍ رانه د لوحې کرایه غواړي، دولت ته مالیه ورکو د استادانو تنخواګانې، د برق او نورو وسایلو لګښت راځي، موږ د میاشتې شاوخوا یو لکو اتیا زره افغانۍ لګښت لرو نو فیس مو لوړ نه دي، استادان مو هم لیسانس او یا لږ تر لږه دولسم پاس دي)

د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو او اطلاعاتو د ریاست مرستیال عبدالصبور غفراني وایي، چې د ازاد بازار د قانون له مخې دوي د کورسونو د فیسونو د کنترول حق نه لري خو ډېر ژر به د پوهنې وزارت او د کورسونو د څښتنو په ګډ تفاهم دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي:

(کار روان دی، همدا اوس موږ په یو طرز العمل کار کوو چې د پوهنې وزارت نظرونه او د کورسونو د استازېو غوښتنو ته پام سره به جوړېږي چې واحد فیس وټاکل شي او استادان هم د پوهنې وزارت له لارې انتخاب شي، نو هیله من یو چې دغه ستونزه به په نژدې راتلونکې کې اواره شي.)

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG