د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

لېوال: افغانستان باید د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي


د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز ريیس غفور لېوال
د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز ريیس غفور لېوال
دافغانستان او روسیې اړیکې د هغه بحث اصلي موضوع وه، چې څو تنو افغان کارپوهانو پرې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې خبرې وکړې.

د سیاسي او اقتصادي چارو کارپوهان چې د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز له خوا یوې خبری ناستی ته بلل شوی وو ، په دې نظر و چې افغانستان باید د نړۍ له ټولو هیوادونو او په تیره روسیې سره داسې متوازنې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري، چې د دواړوهیوادونو په ګټه او هېڅ یوه هیواد ته ترې زیان ونه رسیږي.

د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز ريیس غفور لېوال وویل:

"که په یوه وخت کې افغانستان وکولای شي د یوې فعالې ډیپلوماسۍ په نتیجه کې هم لوېدیځ له ځان سره ولري او حتی د هغوی ستراتیژیکه ملګرتیا له ځان سره ولري او همزمان وکولای شي روسیې ته لږ ترلږه په دغو دوو مواردو کې چې د ترهګرۍ نه خپرېدل او مخدره موادو کنټرول دی ډاډ ورکړي.

د اقتصادي او تجارتي مناسباتو توصعه او د افغانستان په بیارغولو کې د روسانو فعال رول، تر هغه بریده چې د غرب ګټې متضررې نه کړي او تر هر څه مهمه د افغانستان ملي ګټې زیانمنې نه کړي او د افغانستان حکومت باید وکولای شي دغه مناسبات د ځان لپاره تعریف او عملي کړي."

له روسیې سره د هیواد د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ګټې او زیان تحلیلونه په داسې حال کی کیږي، چې په دې وروستیو کې جمهورریيس حامد کرزی هغه هیواد ته تللی او له روسي چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیتي اړیکو د لاپراختیا، یولړ تړونونه لاسلیک کړل.

کارپوهان په دې نظر وو، چې افغانستان باید داسې مناسبه ډیپلوماسي غوره کړي، چې د هیواد د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي پروګرامونو لپاره د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هیوادونو او په تیره د روسیې مرستې جلب کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې عامل ريیس محمد قربان حقجو وویل، روسیه کولی شي، له افغانستان په دغو پروژو کې مرسته وکړي:

"د افغانستان دولت انتظار لري، چې د روسیې دولت راشي او سړکونو او کور جوړلو پروسې ته ادامه ورکړي، همدا رنګه د اوبو بندونه، پلتخنیکونه، تعلیمي سیستمونه او نور زیربنايي تاسیسات جوړ کړي. سوداګریزې اړېکې ورسره پراخې کړي او زموږ هېواد ته د ضرورت وړ مواد او غنم صادر کړي."

کارپوهان په مجموع کې په دې نظر وو، چې افغانستان د بیارغاونې او اقتصادي پرمختګ په لور نوي ګامونه پورته کړي، د نورو مرستې ته اړ دی او له بلې خوا د منځني اسیا او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لپاره په کار ده، چې افغانستان په معقولې ډیپلوماسۍ سره د دغو اړیکو په پراختیا کې جدي اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان ترډیره ځایه په خپل هېواد د روسیې د یرغل څخه ښې خاطرې نه لري. خو کارپوهان وایي، چې سیاستونه بدل شوي او په کار ده، هېوادونه په اړیکو کې د دوی ګټې په پام کې ونیسي.
XS
SM
MD
LG