د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

د باګرام له زندان څخه ۸ تنه راخوشې شول


د باګرام له زندان څخه راخوشې شوي زندانیان
د باګرام له زندان څخه راخوشې شوي زندانیان
د باګرام د هوايي ډګر له زندان څخه اته تنه زندانيان چې څلور يي د هلمند ولايت او څلور نور يي د كندهار ولايت اوسيدونكي وه وروسته له دوه نيم كاله زندان څخه راخوشې شو.

دوي د يکشنبې په ورځ د كورنيوغړو ته په هلمند كې وسپارل شو، د افغانستان د ملي دفاع د وزارت استازي تورن جنرال مرجان د زندانيان كورنيو ته د هغوي د سپارلو پرمهال وويل، دوي كوښښ كوي چې په باګرام زندان كې د بنديانو دوسيي ژر وڅيړي او د جرمونو كچه يي مالومه كړي.

هغه وويل دغه كسان د دريو مياشتو څخه بيا تر دوه نيم كالو پورې په زندان كې تير كړي دي:

(ټول وګړي یو د یوه خاوری دي، خو هغه كسان چې نيول كيږي په تصادفي ډول نه نيول كيږي يا وسله ورسره نيول كيږي او يا كوم شواهد ورسره نيول كيږي دا كارونه عادي نه دي.)

په دې اړه په جوړه شوي غونډه كې د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم ګډون کړی وو او له خوشې شوو زندانيانو نه يي غوښتنه وكړه چې وروسته تر دې عادي ژوند وكړي او په خراب اعمالو لاس پورې نه كړي.

ګلاب منګل يو ځل بيا پر وسلوالو مخاليفينو غږ وكړ، چې له مخالفت نه لاس واخلي او د سولې د عالي شورا په مټ پيل شوو هلو ځلو سره يو ځاى شي:

(دوي او تاسو د دوي اقارب چې دلته راغلي ياست زموږ او د افغانستان د اسلامي دولت اواز ورسوي، چې تر پرون پرې جنګېدل ورته وواياست چې زموږ د سولې غيږه د دوي په مخ خلاصه ده.)

له زندان څخه خوشې كېدل خوشالي ده، خو د باګرام له زندان څخه راخوشې شوي زندانيان وايي، د زندان پرمهال ښه رويه نه ورسره كېده او د دوي دوسيي دومره درنې نه وې څومره چې يي د دوي وخت په زندان كې مصرف كړ.

دوي پرملګرو ملتونو او افغان دولت غږ وكړ، چې د هغه زندانيانو دوسيي او جرمونه هرڅه ژر وڅيړي كوم چې بې ګناه په دي زندان كې شپي او ورځې تيروي:

(كه څه هم څيړنه د دوسيو پیل شوی وه، مګر كارونه يي باید چټک شي،زما غوښتنه داده چې كه يو كس نيول كيږي نو په يوه طريقه دې ونيول شي.)

له باګرام زندان څخه دغه اته تنه زندانيان په داسې حال كې راخوشې كيږي، چې په سلګونو نور ځوانان او سپين ږيري له نوموړي زندان څخه د خوشې كېدو لار څاري.

وړاندې تر دې هم د افغانستان د ملي دفاع د وزارت په هلو ځلو نږدې دولس تنه هغه زندانيان چې د افغان او بهرنيو ځواكونو له لوري د شپې له مخې د چاپو پر مهال د خپلو كورنو څخه وړل شوي وه راخوشې شو.

د زندانيانو كورنۍ چې د کورنۍ غړي يي له زندان څخه راخوشې شوي وو، خوشاله وه خو د رسنيو له لارې يي د دولت نه غوښتنه وكړه چې زندانونه په خپل واک كې واخلي او د زندانيانو دوسيي هرڅه ژر وڅيړي.

راپور-محمدالیاس داعي،لښکرګاه
XS
SM
MD
LG