د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

سیدزاده:د لوړ پوړو چارواکو خصوصي امنیتي کمپنۍ هم بندوو


 د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مشر سیدعبدالغفار سیدزاده
د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مشر سیدعبدالغفار سیدزاده
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هېواد کې يي د هغه خصوصي امنیتي کمپنیو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې ګړندی کړي، چې لوړ پوړو حکومتي چارواکو پورې تړاو لري.

د کورنیو چارو وزارت دغه هڅې وروسته له هغې ګړندۍ کړې، چې د ملي امنیت شورا وغوښتل، چې له دولتي چارواکو سره تړلې امنیتي کمپنۍ باید ژر تر ژره وپیژندلې شي او وتړلې شي.

د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مشر سیدعبدالغفار سیدزاده د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په ۵۲ خصوصي امنیتي کمپنیو کې چې په تړل کېدو يي کار روان دی، اوه کمپنۍ يي لوړ پوړو حکومتي چارواکو پورې تړاو لري:

(وروستی څېړنې مو د ملي امنیت شورا ته سپارلې او په دې برخه کې مو کټګوري هم مشخصې کړي، چې له هغې څخه د فرمان له مخې اوه کمپنۍ چې تقریبآ لوړ پوړو دولتي چارواکو پورې تړاو لري، ممکن په راتلونکو ۲ یا ۳ اونیو کې وتړلې شي او وسلې يي ور څخه ټولې شي.

۱۷ نورې کمپنۍ چې لويې سرغړونې يي کړي، له هغې څخه د ماليې نه ورکول، د تړونونو نه راجستر کول، د پرسونل نه زیاتول او په داسې نورو سرغړونو يي څېړنې روانې دي، چې په اړه به يي په راتلونکو دوو ورځو کې پرېکړه وشي.)

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې د هغو جګ پوړو دولتي چارواکو نومونه نه دي اعلان شوي، چې خصوصي امنیتي کمپنۍ لري.

د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر وویل، چې تر اوسه ۵۷ خصوصي امنیتي کمپنۍ تړل شوي او شا و خوا درې زره میله بېلابېلې وسلې هم ورڅخه تر لاسه شوي دي:

( ۵۷ کمپنۍ چې په دویم لاس کې يي له دوي سره کار کاوه، دغه کمپنۍ په ټول هېواد کې لغوه شوي او دوه زره او نهه سوه او درې څلوېښت میله بېلابېله وسله هم له دغو ډلو څخه ټوله شوې او ډایاک ته سپارل شوې ده.

وروستۍ پاتې شوني چې په ځینو ولایتونو کې پاتې دي، د هغې د ټولو بهیر هم روان دی ، چې ټولې شوې وسلې د ډایاک بهیرته وسپارل شي.)

ښاغلي سیدزاده زیاته کړه، چې د پولیسو لیکو ته د تړل شوېو خصوصي امنیتي کمپنیو د کارکوونکو د جلب و جذب لړۍ هم روانه ده، چې په وینا يي اوس مهال د عامه ساتنې د پولیسو په برخه کې د ۱۲۰۰ تنو د جلب و جذب کار روان دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر وايي، چې د هغو خصوصي امنیتي کمپنیو، چې د ډيپلوماټیکو او بهرنیو دفترونو د امنیت ساتنې مسوولیت لري ، د تړل کېدو په اړه به د عامه ساتنې د پولیسو له جوړېدو وروسته پرېکړه کوي.

خبریاله :ماریا صديقي،کابل
XS
SM
MD
LG