د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

دوشنبې د سلواغې ۱۱مه


د نوې ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د وکیلانو پاتې راتلل بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو مهم سرلیکونه جوړوي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره روانو بې نتیجو هڅو ته په اشارې لیکلي، چې د ولس کور د سیاسي معاملو په تود بازار بدل شوې.

ورځپاڼه لیکي، چې د نوې ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د وکیلانو د پاتې راتلو یو اساسي علت دا دې، چې ځینې ځواکمنې کړۍ قصدا دا حالت رامنځ ته کول غواړي، څو د ورځپاڼې په وینا د دوي ګوندي او شخصي ګټې خوندي شي.

ورځپاڼه د وکیلانو ترمنځ د تیرو دوو ورځو بحثونو ته په اشارې لیکي، چې له ورایه ښکاري، چې په جرګه کې د ملي او ولسي ګټو پر ځای تر ډیره شخصي، ګوندي او قومي رنګ زیات وزن درلودلې دې.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د وکیلانو پاتې راتلل د دې جرګې تر ټولو لویه کمزوري بللې او لیکلي، چې وکیلان د بېلابېلو لورېو او کړېو تر اغیز لاندې ډوب دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د روان حالت په پام کې ساتلو سره له دې جرګې نه د ملي مسایلو په اړه پریکړه کول او په هغې کې د ولس د ارادې تمثیل ګران بریښي.

افغان جرګه:


افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د تیرو دوو ورځو هڅو پاتې راتلو ته په اشارې دا سپارښتنه کړې، چې وکیلان دې په دې برخه کې له زیات دقت نه کار واخلي.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د پرونۍ پریکړې ته په اشارې، دا سپارښتنه کړې، چې وکیلان دې یا خو دغو دواړو کاندیدانو بیا رايي ورکړي او یا دې نویو څیرو ته د رايي ورکولو په مهال د هغوې پوهه او سیاسي درایت په پام کې وساتي.

راه نجات:


راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا دا خبردارې ورکړې، چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په سر د لانجو دوام د هېواد په ګټه نه دې.

ورځپاڼه لیکي، چې خلک دا تمه لري، چې د دوي استازي به د خپل مشر د ټاکلو لپاره د حل یوه معقوله لار بیا مومي.

خو ورځپاڼې د ولسي جرګې لنډ مهاله مشر پرونۍ پریکړې ته په اشارې په غټو ټکو سره لیکلي، چې سیاف او قانوني نومونه نور نو د دې جرګې د ریاست له کاندیدانو وویستل شول.

ورځپاڼه لیکي، چې د شوې پریکړې له مخې نن به وکیلان د ولسي جرګې د ریاست لپاره له نوېو څیرو سره انتخابات کوي او دا ځکه، چې په تیرو دوو پړاونو کې سیاف او قانوني د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

سرنوشت:


سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره روان بحثونه خورا ستونزمن بللي او د کتونکو دا نظر یي راخیستې، چې دا بحثونه اوس یو داسې پړاو ته ننوتلي، چې د حل لاره یی نه په سترګو کیږي.

دې ورځپاڼې هم د ولسي جرګې د کورنیو دندو کړن لارې ته په اشارې لیکلي، چې دا کړن لاره نور نو سیاف او قانوني ته د کاندیدو واک نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG