د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

د اروزګان د سراب ولسوالۍ وروسته تر ۸ کلونو د دولت تر ولکې لاندې شوه


محمد عمر شيرزاد وويل، د خلکو سره يې ژمنه کړې، چې په لومړي قدم کې به يې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره يو کلينک او د ماشومانو د زده کړې لپاره به يو ښوونځی جوړ کړي:
محمد عمر شيرزاد وويل، د خلکو سره يې ژمنه کړې، چې په لومړي قدم کې به يې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره يو کلينک او د ماشومانو د زده کړې لپاره به يو ښوونځی جوړ کړي:
د اروزګان والي محمد عمر شيرزاد وايي، تيره ورځ يې د اروزګان سراب ولسوالۍ ته سفر کړي او هلته يې د ځايي خلکو او قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې.

د ښاغلي شيرزاد په خبره سراب د مرکز ترینکوټ شمال لویدیځ لوري ته په ۱۲۰ کیلو مترۍ کې پرته يوه غير رسمي ولسوالۍ ده، چې وروسته تر اتو کلونو د دولت لاسته ورغلي.

ښاغلي شيرزاد وايي، په دغه سيمه کې دوې ورځې مخکې افغان او نړيوالو ځواکونو عمليات وکړ او د دولت وسلوال مخالفين پرته له مقاومته د سيمې څخه ووتل.

محمد عمر شيرزاد وويل، د خلکو سره يې ژمنه کړې، چې په لومړي قدم کې به يې د روغتيايي ستونزو د حل لپاره يو کلينک او د ماشومانو د زده کړې لپاره به يو ښوونځی جوړ کړي:

"موږ به دوی ته د بيارغوني کارونه کوو، دوی ته به کار پيدا کوو مکتبونه به جوړوو او نورې مرستې همدا اوس مو د درو سوو کورنيو لپاره لومړيني مرستې وليږلې. زموږ کوښښ دا دی، چې دوی بېرته خپل اصلي حالت او ژوند ته راولو."

اروزګان د سوېل يو بل نا ارامه ولايت چې ځيني ولسوالۍ يې لا هم د دولت د وسلوالو مخالفينو په لاس کې دي.

څو ورځې مخکې چارواکو اعلان وکړ، چې د دې ولايت د ګيزاب ولسوالۍ يې د وسلوالو مخالفينو څخه پاکه کړي.

راپور: محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG