د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

رهین:نړېواله ټولنه دې د لرغونو ځایونو په رغولو کې را سره مرسته وکړي


په افغانستان کې ډیرې لرغونې سیمې او ودانۍ د بېلابېلو لاملونو په وجه له منځه ځې، د همدې لپاره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نړېوالی ټولنې څخه د دغو لرغونو سیمو او ودانیو د بیا جوړولو غوښتنه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ډاکټر سید مخدوم رهین په وینا، افغانستان له یو هغه محدوده هېوادونو څخه دی چې لرغونې تاریخ لري او د بېلابېلو تمدنونو مرکز پاتی شوی دی، خو د ده په وینا ډیرې لرغونې ودانۍ د جګړو او نه پاملرنې له امله له منځه ځې.

ډاکټر رهین چې د پنجشنبې په ورځ د کابل په زوړ ښار کې د امریکا په مالي مرسته رغول شوی د علیا مدرسه او جومات پرانیسته، ازادی راډیو سره په یو ځانګړي مرکه کې وویل، چې د لرغونو سیمو او ودانیو په جوړولو کې د نړېوالی ټولنې او په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو مرستې مهمې دي:

(موږ له نړېوالی ټولنې او په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو نه ډیره هیله لرو، چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، له نیکه مرغه امریکا موږ سره په دې برخه کې په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د ډیرو جوماتونو او مدرسو په جوړولو کې مرستې کړي دي، د اغا خان موسسې د دې پروژو په پلي کولو کې له موږ سره مرستې کړي او هیله مند یو چې د دوي مرستې به له موږ سره دوامداره وي.)

د علیا جومات او مدرسه، چې د کابل په زاړه ښار کې موقیعت لري، له نن څخه نوي کاله مخکې د افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان د مور له خوا جوړ شوی وو.

د افغانستان دغه لرغونې ودانۍ، چې یو څه د کورنیو جګړو له امله ورانه شوې وه، د امریکا په مالي لګښت چې یو لکو پنځوس زره امریکایي ډالره دی په افغانستان کې د اغاخان د کلتوري بنسټ له خوا د یونیم کال په ترڅ کې له سره ورغول شو.

د کابل ښار د علیا د جومات او مدرسې د پرانیستنې په مراسمو کې، په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بېري د سیمې له خلکو د دغه ودانۍ د ساتنې غوښتنه وکړه.

د ښاغلي ایکن بېري په باور د امریکا له خوا د دغه مدرسې او جومات بیارغونه په افغانستان کې د دغه هېواد د اوږد مهاله مرستو له یوه ښه بیلګه ده.

(غواړم تاسو ټولو ته دلته ووایم، چې د دې مقدس جومات او مدرسې له سره رغېدل د امریکا او زما د خلکو د غښتلو او اوږد مهاله همکارېو او ژمنو یوه څرګنده او له افغانستان سره د اوږد مهالې ملګرتیا بیلګه ده. )

په عین حال کې په افغانستان کې د اغا خان استازي علي موجي وايي، چې د اغاخان کلتوري بنسټ په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې ، د بابر بڼ په ګډون څو لرغوني اثار رغولي او جوړ کړي دي.

د ښاغلي موجي د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو پنځو کلونو کې دغه بنسټ د افغانستان د تاریخي وداینو په بیارغونه کې دوه نیم میلیون ډالره، چې د امریکا له خوا ورکړل شوي ، لګولي دي.

د افغانستان د ډیری لرغونو اثارو مخیني له زرو کلونو هم ډیرې دي خو د وروستیو اوږدو جګړو له امله یا ویجاړ شوي او یا هم چور شوي دي.

که څه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د لرغونو اثارو او ودانیو د جوړولو او بیرته افغانستان ته د چور شوېو اثارو په برخه کې یي هڅې روانې دي خو داسې ویل کیږي چې د افغانستان ډیرې زړې لرغونې او اثار د ویجاړېدو په حال کې دي.

راپور-مخفي عزیزي،کابل
XS
SM
MD
LG