د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

پنجشنبې د جنورۍ ۲۷مه


څو معتبرو لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د نوې ولسي جرګې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي او تر ډيره حده په دې باور دي چې ولسمشر حامد کرزي د نړېوالو او د ملګرو ملتونو تر فشارونو په نتیجه کې دې کار ته غاړه کیښوده.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال د ښاغلي کرزي په حواله لیکي چې بهرنیو هېوادونو د ملي شورا نوي غړي تحریکول چې د ده له حضور او موافقې پرته د ملي شورا مجلس پرانیزي. دوي په دې ډول په افغانستان کې د یوه بل بحران پيل ته زمینه برابروله .

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه بیا په افغانستان کې یوې بلې مسلې ته اشاره کړې . دا ورځپاڼه د امریکايي قواوو د قوماندان په حواله وايي چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو په ضد پرمختګ شوی دی .

ورځپاڼه زیاتوي چې ولس ته د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما تر وینا مخکې، جنرال ډيویډ پټرویس د افغانستان د جګړې په ځانګړي ډول د کندهار او هلمند وضعیت تشریح کړ .

دې امریکايي جنرال ویلي د دې لپاره چې افغانستان یو وار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي باید په ملکي برخه کې هڅې زیاتي شي او پراختیايي پروژې عملي شي .


د جنرال پټرویس په وینا، افغانستان باید ترقي وکړي او په خپلو پښتو ودریږي تر څو له ځانه دفاع وکړي، دا یوازې د نړېوالې ټولنې د ملکي او پوځي مرستو په مټ امکان لري .

بلې امریکايۍ ورځپاڼې، واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې د افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو پر زیاتوالي تمرکز کړې دې .

واشنګټن پوسټ لیکي، تیرکال لږ تر لږه دوه سوه اته شپیته امریکايي عسکر په افغانستان کې د سرک په غاړه په چاودنو او وسله والو حملو کې وژل شوي دي .

دا شمېره په تیرو درېیو کلونو کې د امریکايي قواوو د تلفاتو سره برابره ده، ورځپاڼه لیکي لږ تر لږه ۳۳۶۰ امریکايي عسکر په دې چاودنو کې زخمیان شوي دي .

ورځپاڼه د یوه امریکايي منصبدار په حواله لیکي، امریکايي قوماندانان په افغانستان کې د پرمختګ خبرې کوي خو د تلفاتو زیاتیدل د تشویش وړ مسله ده چې د مخنیوي لپاره یې باید کار وشي.
XS
SM
MD
LG