د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

معترضو کاندیدانو د پارلمان تر پرانیستنې وروسته خپل احتجاج پای ته ورساوه


ښاغلی رنجبر وايي، چې د دوسیېو د څېړلو په اړه یې د ولسمشر کرزي له ژمنې وروسته ارګ پرېښود
ښاغلی رنجبر وايي، چې د دوسیېو د څېړلو په اړه یې د ولسمشر کرزي له ژمنې وروسته ارګ پرېښود

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هغه معترض کاندیدان چې له پرونه راهسې د احتجاج په بڼه دارګ په سلام خانې ماڼې کې پاته وو د چهارشنبې په ماسپښین له ارګ څخه ووتل.

معترضه کاندیدان چې له څلورویشت ساعتونو څخه زیات وخت یې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې تیر کړ وروسته له هغه له ارګ څخه ووتل، چې ولسمشر کرزی د ملي شورا شپاړسمه دوره پرانستله.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر کرزي له معترضو کاندیدانو سره ژمنه وکړه، چې د ملي شورا له پرانستلو وروسته به د دوی شکایتونه څیړل کیږي.

"لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یې د سې شنبې په ورځ معترضه کاندیدانو له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې، چې شمیر یې شاواخوا دووسوو ته رسیده .

دوی ورسته له هغه چې له ولسمشر سره خبرې وکړې د احتجاج په بڼه له ارګ څخه ونه وتل او د سلام خانې په ماڼۍ کې پاته شول.

خو کله چې ولسمشر کرزي د ملي شورا د پرانستلو غونډې ته ولاړ دوی د سلام خانې ماڼې پریښوده او له ارګ څخه ووتل."

د سې شنبې له غرمې راهسې معترضه کاندیدانو د ملي شورا د پرانستلو پرضد خپلو اعتراضي خبروته دوام ورکړ او ځینو یې له حامد کرزي سره په خبرو کې په جدي توګه د ولسي جرګې تیر انتخابات نا مشروع وبلل.

خو ولسمشر کرزي د دوی په ځواب کې وویل، چې د سترې محکمې د فیصلې له مخې به د دوی شکایتونه حل شي او په درغلیو کامیاب وکیل به محکمې ته حاضر شي.

په عین حال کې معترض کاندیدان وایي، دوی ته ولسمشر کرزي ډاډ ورکړی، چې د ځانګړې محکمې پریکړې به عملي کیږي او دوی د ولسمشر په همدې ژمنې له ارګ څخه راووتلي دي.

معترض کاندید عبدالکبیر رنجبر چې د سلام خانې په ماڼۍ کې یې شپه تیره کړې وه، ارګ څخه له راوتلو وروسته ازادي راډیوته په دې اړه داسې وویل:

"ترهرڅه مهمه خبره موږ ته دا وه، چې ولسمشر کرزی باید د ځانګړې محکمې پریکړې ومني خو نن موږ سره ولسمشر کرزي ژمنه وکړه، چې د ملي شورا له پرانستلو وروسته به د دوی شکایتونه وڅیړل شي دی وایي، موږ همدې ژمنې ته په کتوله ارګ څخه راووتو."

له دې مخکې هم ولسمشر معترضه کاندیدانو سره ژمنه کړې وه، چې ځانګړې محکمه به د بریالیو وکیلانو د درغلۍ دوسیې څیړي.

معترضه کاندیدان داهم وایي، چې ولسمشر کرزي د ملي شورا په پرانستلو نوې ستونزې رامنځ ته کړي، چې د حل نه کیدو په صورت کې به یې هیواد له نویو سیاسي ستونزوسره مخ شي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG