د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۲

داوود: په شمال کې به سږنی ژمی د وسله والو د فعالیت وروستی ژمی وي


ه شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داوود
ه شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داوود
د امنیتي چارواکو په وینا که څه هم د چهارشنبې په ورځ د کندز او تخار ولایتونو په نا ارامه ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې روان عملیات په وروستي پړاو کې دي، خو د هیواد د شمال په نورو سیمو کې به دا عملیات دوام وکړي.

په شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داوود له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د روانو عملیاتو په پایله کې د شمال امنیتي وضع مخ په ښه کیدو ده او دوی هڅه کوي، په دغو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د فعالیت ټغر ټول کړي.

جنرال داوود هیله څرګنده کړه، چې روان ژمې به په شمال کې د وسله والو مخالفینو د فعالیت وروستې ژمې وي او دوی غواړي خپلو تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکړي.

"نن د کندز او تخار ولایت په لرو پرتو سیمو کې وروستي عملیات دوام لري په یو یا دوو ورځو کې به دا عملیات بشپړ شي. له دې سره جوخت په بغلان او سر پل ولایتونو کې هم عملیات دوام لري او په نږدې راتلونکي کې به د شمال په ځینو نورو ولایتونو کې، چې د طالبانو حضور په کې محسوس دی عملیات پیل شي. په روان ژمې کې زموږ پروګرام په شمال کې د طالبانو تصفیه ده."

جنرال داود له همدا راز له خلکو وغوښتل، چې د امنیت په ټنیګښت کې دې له امنیتي ځواکونو سره پراخه همکاري وکړي.

د افغانستان په شمال کې د پولیسو له خوا دا عملیات په داسې حال کې روان دي، چې د دفاع وزارت هم په شمال کې د امنیت د ټینګښت لپاره ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، چې په شمال کې د ملي اردو د ځواکونو په زیاتولو کار روان دی.

په شمال کې د امنیتي وضعې د ښه کولو لپاره دا عملیات او هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې د کندز ولایت چارواکو په سیمه کې د امنیتي ستونزو د هواري لپاره د مشورتي شوراګانو له لارې د ځینو بریاوو د ترلاسه کولو ادعا کوي.

محمد انور جګدلک، چې اوس اوس د کندز د والي په توګه ټاکل شوی ازادي راډیو ته په دې ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د کیدونکو اقداماتو په اړه وویل.
"دلته مو د قومي مشرانو اوسپیږیرو سره چې طالبان هم په کې نفوذ لري هم شوراګانې شروع کړي او هغوی ته مو وویل، چې موږ د قومي جرګې له لارې تاسو سره خبرې کوو او غواړو چې ستاسو په مناطقو کې بازسازي شروع شي، مکتب جوړ شي مدرسه جوړه شي او پل او پلچکونه جوړ شي.

که د دې مخالف څوک ونه کړي نو موږ هېڅ سیاسي مخالفان نه لرو، تاثیرات یې زیات او ډېر قومونه راغلل او له موږ سره یې خپله همکاري اعلان کړه."

د دې ترڅنګ له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې هڅو هم زور اخستې او د دولتي چارواکو په وینا په لسګونو وسله والې ډلې، چې د هیواد د شمال په ځینو ولایتونو کې یې فعالیت کاوه له مخالفته لاس په سر شوي او له دولت سره یو ځای شوي دي.

افغان دولتي چارواکي د شمال د امنیتي وضعې د خرابیدو یو اساسي علت جنوب ته زیاته پاملرنه بللی، خو د دوی په وینا د هیواد په شمال کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دوی وروستۍ هڅې ګټورې وې.
XS
SM
MD
LG