د سپټمبر د ۲۷ د انتخاباتو په اړه د درغلیو ادعاوو د ملي شورا له پرانیستلو سره ګڼ مسایل رامنځ ته شول او جمهور ریس هڅه وکړه چې د اخصاصي محکمې د ټاکلو له لارې لږترلږه یوه میاشت نورهم د قانون جوړولو د دې ستر ارګان د کارپيل وځنډوي .
خو په انتخاباتو کې کامیابو اعلان شویو کاندیدانو خبرداری ورکړې وو چې د ولسمشر د تایید یا نه تایید په صورت کې به له نن څخه په شورا کې په کار پیل کوي .
د تورونو د سپیناوي لپاره ټاکل شوې اختصاصي محکمه لا هم فعاله ده او ښايي ګڼ شمیر هغه وکیلان چې نن شورا ته ننوتل مجرمین وپيژني .
د ولسي جرګې په انتخاباتو کې چې تر ډيره حده له درغلیو ډک بلل شوي، پر ګڼ شمیر کسانو د تقلب تور دی . نړیوالو مرسته کونکو په اړه اندیښنه ښودلې او رپوټونه وايي چې ولسمشر هم سره له دې چې د انتخاباتو نتایج ندي رد کړي یا غندلي خو پرې خوشاله هم نه دی .
ولسمشر کرزی غواړي هغه ټول کسان چې په درغلیو کې په لاس لرلو مجرم ثابتیږي له ملي شورا وایستل شي خو په عین حال کې کامیابو اعلان شویو وکیلانو د انتخاباتود شکایتونو د څارلو دا اختصاصي محکمه غیر قانوني بللې او وايي چې د محکمې موجودیت او پریکړې به یې چالنج کړي .
خو رویټر اژانس وايي ترهغو چې وکیلان خپل دې هدف ته رسیږي اختصاصي محکمه به چې د ولسمشر تر نفوذ لاندې ده ، د وکیلانو په سر لکه توره را ځړیږي . دا به ډير کسان د ولسمشر په وړاندې د دریځ غوره کولو پرځاي دیته مجبور کړي چې خوله پټه ونیسي .
رویټر لیکي یوه بله مسله دا ده چې په انتخاباتو کې ډیرو پښتنو د رایې ورکولو موقع پیدا نکړه . دا به د نوې شورا اعتبار متاثره کړي او د تشدد په زیاتیدو کې به یې هم ونډه زیاته وي .
نوې ولسي جرګه به څه ډول فعالیت کوي ؟ د رویټر اژانس په دې اړه په ځیني امکاناتو بحث کړې دې . رویټرلیکلي ، پخوانۍ ولسي جرګه ترډيره حده د ولسمشر له خوا منزوي شوې وه او تر اخره د دواړو ترمنځ مقابلې دوام وکړ .
خو رویټر لیکي ، د افغانستان نوې ولسي جرګې ته زیات خلک په ډیرو مصارفو کامیاب شول نو ښايي نوي وکیلان د حکومت د هرې ورځې څارنې پر ځاي د خپلو انتخاباتي مبارزو د مصرف د بیرته تر لاسه کولو هڅې وکړي .
په نوې ولسي جرګه کې تر ډيره حده حزبونه نشته ځکه د رایو اچولو سیسټم داسې وو چې په ولسي جرګه کې وکیلان په یوه ستره مجموعه کې د یوه سیاسي ګوند په چوکاټ کې نه دي را غوڼډ شوي نو په دې توګه د ستر اپوزیسیون د رامنځ ته کیدو مخنیوي شوې دی.
د ولسي جرګې غړي وکیلان په ډله ایز ډول د یوه ولایت استازيتوب کوي نه دا چې په انفرادي ډول د یوې ډلې خلکو استازیتوب وکړي نو عادي خلکوته به دا سخته وي چې په ځانګړي ډول د ولسي جرګې له یوه غړي د مرستې غوښتنه وکړي او یا هم د یوه مشخص وکیل کار ارزیابي کړي .
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پخوانۍ ولسي جرګې له جوړښت څخه د ولسمشر له نا رضایتي سره سره ، نوې ولسي جرګې یو شمیر فعال خلک او هغه چې په زغرده یې خبرې کولې له لاسه ورکړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که نوې ولسي جرګه لټه او غیرفعاله وي نو د افغانانو په منځ کې به د بې تفاوتۍ احساس پیدا شي او دا نظریه به مړاوي کړي چې ډيموکراسي داسې حق دی چې ګټه یې خلکو ته رسیږي او له حکومت سره حساب کتاب کوي .
رویټرز زیاتوي ، ډیر خلک انتخاباتو ته د هغې لارې په سترګه ګوري چې پراساس یې جنګ سالارانواوپه فساد تورنو کسانو قانوني مصونیت پیدا کړي .
بله امکان دا دی چې ولسمشر کرزی به نوې ولسي جرګه چالنچ کړي .
رویټرز لیکي ، سره له ټولو امنیتي ستونزو ، تهدیدونو او درغلیو په دې وار انتخاباتو کې د مخالفت ږغ تر پخوا ډیر اوچت وو . د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د جمهور ریس حامد کرزي مخالف کاندید عبدالله عبدالله ویلي چې په نوي ولسي جرګه کې د حکومت د لږترلږه نوي تنو مخالفانو ملاتړ لري .
دا شمیره د جمهور ریس حامد کرزي د حاکمیت د چالنج کولولپاره د پام وړ ده .
بله خبره د پښتنو ده چې د رویټرز په وینا د جمهور ریس حامد کرزي زیات پلویان جوړوي . دوي په نوې ولسي جرګه کې ځاي بایللی دی .
نویو وکیلانو حتې په چوکیو تر کښینستلو وړاندې جمهور ریس ته ګوتې څنډلې او هغه یې دېته اړ کړ چې د شورا د پرانیستلو له ځنډه تیر شي.
د رویټرز په لیکنه ، غربي هیوادونه به په هر حال کې د یوې پياوړې ولسي جرګې د رامنځ ته کیدو ملاتړ وکړي چې د ولس مشر حامد کرزي د واکمنۍ توازن برابر کړي . دوي په احتیاط خو په ټینګو ټکو د ولسي جرګې له غړو ملاتړ کړې او ښايي په راتلونکې کې هم د پردې شاته دې ملاتړ ته دوام ورکړي .
دا څرګنده ده چې ولسمشر به د ولسي جرګې په وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي خو دا نده څرګنده چې دا مقاومت به په څومره قوت او څه ډول وي .