لکه څنګه چې نور ژوندي موجودات د ژوند کولولپاره ښه او ارامه ځای غوره کوي همداسې حیوانات هم مناسب ځای ته ضرورت لري چې باید ورته جوړ شي.
ځیني مالدارن له حیواناتو نه دا تمه کوي، چې ډیر محصولات ورنه واخلي خو دې ته یې پام نه وي چې مالونه یا حیوانات په څه ډول ځای کې ساتي؟
په کابل کې د لبنیاتو د پروژې مسول داکتر لطف الله وایي، چې ډیر کلي وال د حیواناتو د ساتلو لپاره داسې غوجلې نه لري چې له صحي پلوه یې سمې وبولو.
ځینې کسان بیا غوجلې ته تازه هوا نه پریږي ځکه فکر کوي چې که غوجلې ته تازه هوا راشي د غوجلې هوا سړیږي او حیوانات یخ وهي د شمالي اوسیدونکی روان وایي، چې دوي په ژمي کې د یخنۍ له امله غوجله ډیره پیچلې ساتي .
ډاکتر لطف الله وایي، چې که چیرې د غوجلې هوا بنده وساتل شي دا په لوی لاس حیواناتو ته زیان رسول دي ځکه حیوانات هم د انسانانو په څیر تازه هوا ته ضرورت لري چې تنفس یې کړي .
دا چې په صحي لحاظ کومو غوجلو ته سمې غوجلې ویلي شوو لطف الله وایي، موږ له کلیوالو خلکو نه چې زیاتره یې بې وزلي دي دا نه غواړو چې د غوجلې په جوړولو دې ډیر لګښت وکړي خو د ځینو خبرو په پام کې نیول ضرور دي .
یوه بله خبره چې د غوجلې د جوړولو په وخت ضرور ده هغه د غوجلې د غولي جوړول دي د لوګر اوسیدونکي حکیم وایي، چې دوي د خپلو حیواناتو د غوجلې غولی سمټ کړي.
درنو دوستانو!
له یوه ځای نه بل ځای ته تلل په تیره بیا د ژمي په سړه هوا کې هغه هم له ماشومانو سره هرو مرو ستونزې لري ، خو بیا هم که مخکې له سفر څخه ځینې تیاري ونیسو کیدلي شي چې ستونزې مو څه ناڅه را کمې شي، د لوګر اوسیدونکي غورځنګ وایي دا چې د سفر په وخت یې له ځان سره د ضرورت وړ شیان نه واخیستي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.
د کندوز اوسیدونکي ولي جان وایي چې تیر ژمي له خپلو ماشومانو سره د کابل کندوز په لاره د شپې پاتې شوي و، دومره څه یې له ځان سره نه و وړي چې ماشومان پرې پټ کړي.
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ، دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.