د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

ناټو روسیې ته د ولسمشر کرزي سفر ډېر ګټور وباله


جوزف بلاټز وايي، که روسیه غواړي، چې په پوځي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو موږ کومه ستونزه نه وینو.
جوزف بلاټز وايي، که روسیه غواړي، چې په پوځي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو موږ کومه ستونزه نه وینو.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو روسیې ته د ولسمشر کرزي د تیرې اوونۍ سفر او لاس ته راوړنې یې خورا مهمې بللي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه سفر یوه مهمه لاس ته راوړنه د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د روسیې د همکارۍ جلبول وو.

په کابل کې د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال جوزیف بلاټز د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، که روسیه غواړي، چې په پوځي برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو دوی په کې څه ستونزه نه ویني.

"په زیات شمېر کې هغه روسي الوتکې او په تیره بیا هلې کوپټرې، چې د افغان هوایي ځواکونو له خوا کارول کیږي، وسایلو ته اړتیا لري او لازمه ده، چې په دې برخه کې کسان وروزل شي.

دا به ښه وي، چې روسان په داسې پروګرامونو کې ښکیل شي او بله دا که روسان د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ غواړي، چې د افغان ځواکونو په روزلو کې برخه واخلي نو موږ باید دا هڅې د ناټو له ماموریت سره همغږي کړو. موږ په دې برخه کې کومه ستونزه نه وینو."

د روسیې ولسمشر دیمتري میدویدیف خپل افغان سیال ته ویلي، چی هېواد یې چمتو دی ترڅو د افغان ځواکونو په روزنه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې په دې برخه کې د ناټو د عمومي منشي هڅې بې اثره نه وې.

مخکې له دې د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن ډېره هڅه کړې وه، ترڅو روسیه وهڅوي چې د افغان ځواکونو په روزنه او سمبالولو کې ونډه واخلي.

د ناټو ملکي ویاند دومینک میډلي، روسیی ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړې کولو کې ګټور وباله.

"روسیې ته د کرزي سفر په ښکاره توګه ګټور دی، هغه تفاهم لیکونه چې د دواړو هیوادونو له خوا لاس لیک شو، یواځې د دواړو هېوادونو په ګټه دی."

روسیې ته د افغان پلاوي په سفر کې د سوداګرۍ په برخه کې ځیني تړونونه هم وشول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې هم د همکاریو په اړه بحثونه وشول.

روسیه په داسې حال کې د افغان ځواکونو په روزنه او سمبالولو کې برخه اخلي، چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې افغان ځواکونو ته دامنیتي مسولیتونو لړۍ پیل شي.

خو تر اوسه پورې نه ده روښانه چې د روسیې له خوا د افغان ځواکونو د روزنې پړاو به کله پیلیږي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG