د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۵

په کندهار کې ۷ تنه ځان وژونکي نيول شوي


د کندهار د ملي امنيت سرتېرو تيره شپه د کندهار ښار د پنځمې ناحيې په عزيز کلي پر يوه کور عمليات کړي او اووه تنه ځان وژونکي چې د چاوديونکو توکو ډک واسکټونه ورسره وه نيولي دي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا نن په يوې خبري ناسته کې د ملي امنيت د ريس جنرال محمدنعيم مومن سره يوځای نيول شوي کسان او چاوديدونکي مواد خبريالانو وښوول .

کندهار والي وويل، چې په دغه عملياتو کې همدا راز له چاودېدونکو توکو ډکې ٤٠ شل کيلويې ډبې، ١٢ کړۍ لاسي بمونه، موټر سايکلونه، درې موټران ريموټ کنټرول بمونه او يوه عراده ټانکي لرونکي ټراکټور هم نيول شوی:

(زموږ زړه ورو سرتېرو په دې لاسته راړونو سره د يوې لويي فاجعې مخه ونيوله.)

د کندهار د ملي امنيت ريس جنرال محمد نعيم مومن خبريالانو چې دغه کسانو غوښتل، چې په ډله ايز توګه د ولايت پر ودانۍ ولايتي شورا او يا هم د ملي امنيت پر رياست ځان وژونکي بريدونه وکړي:

( د دې توکو له نيونې سره به اوس په کندهار ښار او ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو په بریدو کې د پام وړ کمښت رامنځ ته شي او د دې سيمې اوسېدونکي به د سولې اېز او ارام ژوند خاوندان شي.)

د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، تيره ورځ هم چارواکو درې تنه د دولت هغه مخالفين نيولي وو چې ٦ تنه دولتي کسان او يو شمېر قومي مشران يي د غلچکي بريدونو په ترڅ کې وژلي وو.

راپور:محمدصادق رښتينى،کندهار
XS
SM
MD
LG