د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۳

دوشنبې د جنورۍ ۲۴مه


لویدیځو ورځپاڼو په وروستیو ګڼو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو او د نوې ملي شورا د پرانیستلو پرلانجې لیکنې خپرې کړي دي، چې نوریاس نوري ورته کتنه کړې.

نیویارک ټایمز:

امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ، د وکیلانو او نړېوالې ټولنې د فشارونو په نتیجه کې دې ته غاړه کښیوده چې ملي شورا دې چی پرانیستل یې یوه میاشت ځنډیدلي و، په روانه اونۍ کې پرانیستل شي.

نیویارک ټایمز لیکي، د نوې ملي شورا د پرانیستلو لپاره څو واره ځنډ یو شمېر وکیلان په قار کړي او هغه د افغانستان د اساسي قانون خلاف کار بولي. دوي ګواښ کړی وو چې که ولسمشر خپله پریکړه بدله نه کړي، دوي به په خپل سر د یکشنبې په ورځ نوې ملي شورا پرانیزي.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم ملګروملتونو او د افغانستان لویدیځو ملاتړ و چې تر اوسه د ولسي جرګې د انتخاباتو پرسر راپورته شوې لانجه کې چوپه خوله و، د جمعې په ورځ د تړلو دروازو ترشاه غونډه وکړه او د یوه بیان په خپرولو سره یې هرڅومره ژر د نوې ملي شورا د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

واشنګټن پوسټ:


بلې امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د ولسي جرګې د انتخاباتو پر لانجې یوه تبصره خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ له هغې غونډې ووت چی د نوې ملي شورا د پرانیستل کېدو په اړه ستوغ بحثونه وشول.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د بریالیو کاندیدانو په حواله چې په دې غونډه کې یې برخه لرله لیکي، کرزی غونډې ته بیرته راوګرځېد او دا یي ومنله چې نوې ملي شورا دې درې ورځې وروسته، د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي.

واشنګټن پوست لیکي، د ولسي جرګې د انتخاباتو پر سر روان کړکیچ د تیرې چهارشنبې په ورځ هغه وخت لا زیات شو چې ولسمشر کرزي په دغو انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاو د څیړنې اختصاصي محکمې غوښتنه ومنله او د نوې ملي شورا پرانیستل یې یوه میاشت وځنډول.

دغې محکمی ویلي وو، چې په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو په اړه د څیړنو په نتیجه کې ورته معلومه شوې چې ډیرې ادعاوې پرځای دی او د څیړنو د بشپړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د واشنګټن پوست له دې لیکنې سره سم کرزي د شنبې د ورځې په غونډه کې له وکیلانو وغوښتل چې دی په دې شرط د نوې ملي شورا له پرانیستلو سره موافقه کوي چې دوي یو سند لاسلیک کړي چی د اختصاصی محکمې د فیصلو په وړاندې به ستونزې نه جوړوي.

ولسي جرګې ته له هرات ولایت څخه بریالي کاندید احمد بهزاد دې ورځپاڼې ته وویل، خوشبختانه موږ ټولو د ولسي جرګې غړېو چې په دې غونډه کې مو حظور درلود، د کرزي دغه وړاندیز رد کړ.

خو یوه بل پیژندل شوي افغان سیاستوال چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، واشنګټن پوست ته بیا وویل چې وکیلانو له دې سره موافقه وکړه چې اختصاصي محکمه دې خپل کار ته دوام ورکړي، خو ولسمشر دې دغه راز نوې ملي شورا هم پرانیزي.

واشنګټن پوست د دغه افغان سیاستوال او نورو له له قوله زیاتوي، کرزي هم له وکیلانو سره دا خبره ومنله خو له هغوي یې وغوښتل چې دا دې په یوه مصوبه کې درج کړي او په قار له غونډې ووت.
XS
SM
MD
LG