د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

د ايران پرضد د نورو بنديزونو هڅه به هم وشي


وروسته له دې چې د ايران او نړېوالو قدرتونو ترمنځ د ايران د اتومي لانجې په هکله وروستۍ خبرې ناکامې شوې د فرانسې د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې فرانسه او د دغه هېواد متحدان ممکن د ايران پرضد د نورو بنديزونو هڅه وکړي.

د فرانسې د باندنيو چارو وزيرې ميشل اليوت ماري د اردن ته د سفر په مهال وويل، په استانبول کې له ايران سره د دوه ورځنيو خبرو په نه پرمختګ لوېديځو هېوادونو ته زيات انتخاب نه دی پاتې شوي.

ايران د استانبول په غونډه کې حاضر نه شو، چې د يورانيمو له غني کولو لاس واخلي، خو د يورانيمو نه غني کول د لوېديځوالو اصلي غوښتنه ده.

د ملګروملتو امنيت شورا په همدې خاطر تر اوسه پورې پر ايران څلور ځلي بنديزونه لګولي دي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشرې کاترين اشتون، چې د نړۍ د شپږو قدرتونو جګ پوړې مرکچي ده، په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا ناامېده شوې او ايران د خبرو د ناکامۍ مسوول بولي:

«دا هغه نتيجه نه وه چې موږ ورته هيله لرله، موږ توقع درلوده چې د عملي لارو چارو لپاره بحثونه وکړو او هره ممکنه هڅه وکړو چې خبرې بريالۍ شي.خو په مايوسۍ سره وايم چې دا کار ممکن نه شو.»

مېرمن اشتون همدا راز وويل، چې د ايران مخکې تر مخکې شرطونه د منلو وړ نه وو.

ايران شرطونه ايښي چې لومړي دې د ملګروملتو بنديزونه لېري شي چې پر دغه هېواد يې د يورانيمو د غني کولو په خاطر وضع کړي دي.
XS
SM
MD
LG