د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

کرزي ومنله چې نوی ولسي جرګه به د چهارشنبې په ورځ پرانیزي


د ولسي جرګې ځینې بریالي استازي وايي، چې تېره شپه د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ولسي جرګې له ځینو استازېو سره په کتنه کې ولسمشرحامد کرزي ومنله چې د ولسي جرګې دوهمه دوره د سلواغې په شپږمه، د چهارشنبې په ورځ پرانېزي.

د دوي په وینا دا موافقه له اوږدو بحثونو وروسته په هغه غونډه کې وشوه چې د لویې څارنوالۍ استازی هم د ښاغلي کرزي په غوښتنه په کې حاضر و.

له دې مخکې ښاغلي کرزي ویلي و، چې د ولسي جرګې پرانیستل به تر یوې میاشتې پورې وځنډوي څو هغه ځانګړې محکمه چې د ده له فرمان سره سم په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو د څېړنې په مقصد جوړه شوې ده، خپل کار بشپړ کړي. خو بریالیو کاندیدانو خبرداری ورکړی و چې که ولسمشر حاضر شي کنه، دوي به نن یکشنبې خپل کار پیل کړي.

د افغانستان د دولت یوه مقام چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، ښاغلي کرزي دا موافقه په دې شرط کړې چې د ولسي جرګې غړي ده ته لیکلې ژمنه وکړي چې که په انتخاباتو کې د درغلیو د څېړنې لپاره جوړه شوې ځانګړې محکمه د کوم استازي په برخه کې د اسنادو پر بنسټ کوم حکم صادروي نو منل کېږي به.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړه چې افغان ولسمشر د سلواغې په شپږمه د ولسي جرګې له پرانیستلو سره موافقه په دې شرط کړې ده چې د ځانګړې محکمې احکام به منل کېږي، خو د ولسي جرګې بلې استازې شکریې بارکزۍ بیا ازادۍ راډیوته وویل چې په انتخاباتو کې د درغلیو څېړنې ځانګړې محکمه د هېواد د قوانینو په رڼا کې جوړه شوې ده او احکامو ته یې په هرصورت کې باید درناوی وشي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې بل بریالی کاندید میرویس یاسیني چې د تېرې شپې په غونډه کې حاضر و، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ولسمشر کرزي بریالیو کاندیدانو ته دا شرط وړاندې کړ چې که د ولسي جرګې له پرانیستل کېدو وروسته پر کوم وکیل ادعا وشي نو باید قانون پرې تطبیق شي.

رویټرز د تېرې شپې په غونډه کې د ځینو حاضرو وکیلانو له قوله په راپور کې لیکلي دي چې ښاغلی کرزی د خپلو شرایطو د منل کېدو په صورت کې ان چمتو و چې د انتخاباتي شکایتونو د څېړنې ځانګړې محکمه لغو کړي.

د جمعې په ورځ ملګروملتونو، متحدوایالاتو، اروپايي ټولنې او کاناډا د انتخاباتو د نتایجو له اعلان څخه ملاتړ اعلان کړ او د ولسي جرګې په پرانیستو کې پر ځنډ یې اندېښنه څرګنده کړه. دوي په یوه خبرپاڼه کې د دې ستونزې د ژر تر ژره حل غوښتنه وکړه.

د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د پرانیستو د پرېکړې له اعلانېدو وروسته د ولسي جرګې پخواني غړي داودسلطانزوی چې د وږي د ۲۷مې په انتخاباتو کې نه دی بریالی شوی، وویل چې ولسمشر کرزی د نړېوالو فشارونو په وړاندې تسلیم شوی دی. د سلطانزوی په وینا، امریکا، اروپايي ټولنې او نورو د افغانستان د خلکو پرضد لاس سره یو کړی او ښاغلی کرزی یې د دې پرېکړې منلو ته اړ اېستی دی. د سلطانزوی په وینا دا پرېکړه هغه مېخ دی چې د افغانستان د حکومت پر تابوت ټک وهل کېږي.

له ناکامو کاندیدانو پرته د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځینې بریالي کاندیدان او له هغې ډلې شکریه بارکزۍ او ارین یون په دې نظر دی چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې او انتخاب شوي کسان د افغانستان د ملي ګټو ساتونکي نه دي.
XS
SM
MD
LG