د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

افغان ملي اردو څومره د امنیتي چارو په غاړه اخیستو ته چمتو ده ؟


د افغانستان ملي اردو
د افغانستان ملي اردو

د افغانستان د پوځ یو جنرال وايي، ملي اردو په هېواد کې د امنیتي مسوولیتونو له منلو مخکې باید له اوږدو پړاوونو تېره شي.

برید جنرال شيرین شا وايي د وسلو کمښت او په لوژستیکي او صحي برخو کې نیمګړتیاوې او همداراز د یوه وړ پولیس ځواک نشتوالی په هېواد کې د یوه مستقل امنیتي ځواک په مخه کې لوی خنډونه دي.

په هلمند کې له ناټو سره د ملي اردو د اړیکو مسوول، برید جنرال شیرین شاه وايي، مخکې له دې چې افغان ځواکونه په هېواد کې د امنیتي چارو مسوولیتونه په غاړه واخلي، ملي اردو باید د روزنې له اوږدو پړاوونو واوړي او ښه تجهیز شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې جنرال شیرین شاه چې د ویډیوکنفرانس له لارې په لندن کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، دا خبره بیابیا تکرار کړه چې د افغانستان ملي اردو ځوانه او بې تجربې ده.

اژانس لیکي، د دې افغان جنرال خبرې چې په هلمند کې له برتانوي ځواکونو سره په ګډه کار کوي د ملي اردو د وړتیا په برخه کې د برتانوي مقاماتو له مخکینیو څېړنو سره په تناقض کې دي.

جنرال شیرین شاه له افغانستانه د نړیوالو قواوو د وتلو د ټاکل شوې نېټې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان ملي اردو بالکل نوې او ځوانه ده او د دې ترڅنګ ډېرې روزنې، تعلیم، وسلو، وسایلو او تجهیزاتو او لوژستیک ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې ملي اردو په ځینو سیمو کې خپلې یوشمېر امنیتي پوستې ملي پولیسو ته وسپاري او د ده په وینا دا یوه بله ستونزه ده. ده وویل، د افغان ملي پولیسو وړتیا باید زیاته شي.

د افغان دولت د وړاندیز او د ناټو د غړو هېوادونو له موافقې سره سم په پام کې ده چې سږکال دوبی له افغانستانه د نړیوالوځواکونو د وتلو بهیر پیل او تر ۲۰۱۴ کاله په ټول هېواد کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

جنرال شيرین شاه ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه له ټاکل شوي مهلت سره سم د مسوولیتونو منلو ته چمتو دي خو ده په خاص ډول په هلمند کې د نړیوالو ځواکونو په شمېر کې د کموالي پلان ته اشاره وکړه، ویې ویل چې په دې ولایت کې افغان ځواکونه ښو لوژستیکي مرستو ته اړتیا لري.
ده د پوځي تجهیزاتو، انجنیرۍ، ښوونې اوروزنې او صحیې په برخو کې د افغان ځواکونو پر اړتیاوو ټینګار کړ او ویې ویل چې په دې برخو کې دوی کافي امکانات نلري.

په دې ویډیوکنفرانس کې، په هلمند کې د برتانوي ځواکونو قوماندان ډګرمن جېمزچسویل هم خبرې وکړې، ویې ویل، دوی اوس مهال په هلمند کې پر طالبانو برلاسي دي. ده په خاص ډول یادونه وکړه چې دا برلاسي د ژمي له موسم سره چې عموماً جګړې پکې کمېږي، اړه نلري. د ډګرمن چسوېل په وینا په سیمه کې عمومي تصور دادی چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي او په داسې یوه حالت کې پر نورو لاروچارو غور کوي. دې برتانوي مقام ټینګار وکړ چې وسله وال طالبان مات شوي نه دي بلکې تر سخت فشار لاندې راغلي، خو ده داخبرداری هم ورکړ چې راروان کال کې به د درنو جګړو کال وي.
XS
SM
MD
LG