د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

حقجو:له روسیې څخه د سون مواد څنګه ترلاسه کړو؟


ټاکل شوې ده، چې افغان سوداګر او پانګه وال، چې په دې سفر کې د ولسمشر کرزي ملګرتیا کوي د روسیي له خصوصي سکتور سره په یوه ګډه ناسته کې برخه واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وایي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان او روسیي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر قربان حقجو له دغه سفرنه مخکې په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې سفر کې به د افغان سوداګرو زیات تمرکز له روسیي څخه د نفتي موادو په رانیولو وي:

(زموږه زیاته پاملرنه به دې ته وي چې له روسیې څخه د سون مواد څنګه ترلاسه کړو په ځانګړي ډول ډیزل او پطرول همدا شان ساختماني مواد ،اوسپنه ،لرګي او نور هغه مواد چې روسیه کولای شي په افغانستان کې د هغو ښه مارکیټ ولري، د دې تر څنګ موږ غواړو چې له روسیې سره د خپلو صادراتو کچه هم لوړه کړو.)

دغه ناسته په داسې حال کې کیږي چې افغان حکومت ویلي، له روسیې سره به د کال درې میلیونه ټنه د سون موادو تړون لاسلیک کړي، چې د خصوصي سکتور په مرسته به رالیږدول کیږي.

دغه هڅې وروسته له هغې کیږي، چې د ایران په خاوره کې د افغان سوداګرو د تیلو د ټانکرونو ایسارولو په افغانستان کې د سون او نورو موادو بیې لوړې کړې.

د سوداګرۍ خونې مشر په عین حال کې وایي، چې د ایران دې کار افغان سوداګرو ته ډیر مالي زیان اړولې دې او تهران ته پکار ده، چې دا زیانونه جبیره کړي:

(د ایران حکومت باید د دغو زیانونو جبیره ورکړي او همدا شان هغه پیسې چې هره ورځ یې له افغان سوداګر، د دوي له ټانکرونو او هغو کسانو چې ویزې یې ختمې دي په جریمه اخلي بیرته ورکړي.

دا ددې لپاره چې ایران د ترانزیت په برخه کې له افغانستان سره د تړون اصول او معیارونه تر پښولاندې کړي)

په افغانستان کې د سوداګرۍ چارو کارپوهان وایي، چې حکومت باید هڅه وکړي له ګاونډېو او ځینو نورو هېوادونو سره د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې ښې اړیکې ولري تر څو وکولای شي په راتلونکې کې د دا ډول ستونزو مخنیوې وشي.

راپور-اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG