د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


انسان يو اجتماعي مخلوق دى، نو له همدې امله كه هر څومره له ځانه پوره هم وي طبعيت يې غواړي چې له كورنۍ سربېره ملګري او دوستان هم ولري او له هغوي سره وخت تېر كړي.

د دوست او ملګري درلودل دومره با اهميته دي، چې ويل كېږي هر انسان له دوست څخه پېژندل كېږي.

ښه او ريښتينى دوست د ژوند په ډېرو چارو كې زموږ مرستې ته رادانګي، سمه لار راښيي، په ښادېو مو ښاد او په غم مو غمجن وي او تل مو پرمختګ ته هڅوي خو برعكس نا اهله دوست مو تباهۍ ته كاږي او د پرځېدو سبب مو كېږي، له همدې امله لويانو ويلي غريب هغه څوک دى چې ښه او وړ دوست نه لري.

بنيادم د ژوند په هره مرحله كې دوست ته ضرورت لري، خو په ځوانۍ كې د ښه دوست انتخابول ډېر مهم دي ځكه مشهور متل دى وايي، چې اوسې په خوى به د هغو سې.

ځوان ليكوال اسد واحدي وايي، له ښو او سالمو دوستانو سره ناسته پاسته د ځوانانو اجتماعي شخصيت روزي او اخلاقي ارزښتونه په كې تقويه كوي نو ځوانان بايد د ملګرېو په انتخاب كې پوره دقت وكړي ځكه انسان اثر منونكى موجود دى او د دوستانو اعمال، حركات او افكار په يو بل ډېر ژر اغېزه كوي.

وايي دوست د دوست هنداره ده، بنيادم معمولا له هغه چا سره دوستي او ملګرتيا كوي چې اخلاقي او روحي مشتركات ولري.

د وردګو اوسېدونكى عزت الله وايي، چې ګڼ دوستان لري او له دې امله ډېر خوشاله دي، نوموړى وايي چې خپلو دوستانو سره راحته دى او هغه خبرې چې ښايي خپلو سكه ورونو ته يې ونه شي ويلاى خپلو دوستانو ته ووايي.

ځيني ځوانان ملګرتيا او دوستۍ ته سر سري ګوري او بې له دې چې مقابل لوری پوره وپېژني د دوستۍ اړيكې ورسره ټينګوي او د زړه غوټې ورته خلاصوي خو مقابل لوری د دوستۍ حق ته پام نه كوي او دغه رازونه نورو ته وايي.

نامتو ليكوال ګابريل ګارسيا ماركيس وايي، ستا په شاوخوا كې تل داسې كسان شته چې تا ځوروي خو ته بيا هم په خلكو اعتماد كوه مګر په هغه چا هېڅكله بيا باور ونه كړې چې يو ځل يې ځورولى يې.

د كابل پوهنتون د ماسټرۍ دورې محصله نسرين روشنا وايي، كه غواړې د خپل دوست ريښتينولي معلومه كړې مخكې له دې چې خپل راز ورته ووايې دروغ ورته ووايه كه يې دروغ وساتل، كوى شي ستا راز هم وساتي .

ښه دوست څوک دى او بايد كومې ځانګړنې ولري، اسد واحدي وايي چې ځينې معيارونه شته چې په پام كې نيولو سره يې ځوانان كولاى شي ځانته ښه او تل پاتې دوستان او ملګري غوره كړي.

==================

ښايي تاسو هم ګڼ داسې ځوانان ليدلي وي، چې د بې وزلۍ له امله درس او تعليم ته شا كوي او ښوونځى په نيمه كې پرېږدي، ځينې دغه ځوانان د حرفو زده كړې ته مخه كوي خو د ځينو نورو بيا د كسب زده كړې ته هم ملا ماته وي او بي كاره بې روزګاره ګرځي، خو شته داسې ډېر نور ځوانان هم چې همت له لاسه نه وركوي، بې وزلۍ ته نه تسليمېږي او د روښانه سبا په اميد هم درس وايي او هم د خپلو لګښتونو د پوره كولو لپاره كار كوي.

په دې خپرونه كې د همداسې يوه ځوان خواله اورو ،چې د كابل د ساختماني انستيتوت د يولسم ټولګي زده كوونكى دى او په څنګ كې يې د حلبي جوړونې په يوه دوكان كې كار هم كوي.

كه څه هم د دغه ځوان عايد لږ دى خو له خپل كار نه خوشاله دى.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي .

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG