د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۶

نوین: که ایران ټانکرونه راپریږدي موږ به په خپلې پرېکړی له سره غور وکړو


په کابل کې د ایران سفیر همداراز ویلي، چې افغانستان دې د خپلې اړتیا وړ تیلو اندازه معلومه کړي او ایران به هماغې اندازې تیلو ته افغانستان ته د واردولو اجازه ورکړي.
په کابل کې د ایران سفیر همداراز ویلي، چې افغانستان دې د خپلې اړتیا وړ تیلو اندازه معلومه کړي او ایران به هماغې اندازې تیلو ته افغانستان ته د واردولو اجازه ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، که ایران افغانستان ته د افغان سودا ګرو د تیلو ټانکرونو ته اجازه ورکړي په خپلې وروستې پریکړې به له سره غور وکړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان وکړ، چې وروسته له دې به له ایران څخه واردات بند کړي.

د ایران سفیر فدا حسین مالکي له جمهور ريیس حامد کرزي سره په کتنې کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې د افغان سوداګرو د تیلو ټانګرونو ته افغانستان ته د تلو اجازه ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، که چیرې د ایران د سفیر ژمنه عملي بڼ غوره کړي، نو به هم په خپلې وروستۍ پریکړې چې ویلي، یې وو، له ایران څخه به واردات بندوي، له سره غور وکړي.

د دې خونې دعامه اړیکو مسوول محمد ضیا نوین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د ایران سفیر له ولسمشر کرزي سره خبرې کړي او ویلي یې دي، چې ترڅلورو ورځو پورې به دغه ستونزه حل شي، که ریښتیا هم دغه خبرې عملي شي د سوداګرې خونه به په خپلې وروستې پریکړې له سره فکر وکړي.

دی وایي، موږ همیشه د دې په هڅه کې یو، چې د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت په برخه کې ښې اړیکې ولرو تر څو وکولای شو د هرهیواد اقتصادي کچه لوړه کړو."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وروسته له هغې له ایران څخه د وارداتو د بندیدو پریکړه وکړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهسې د افغان سوداګرو د تیلو نږدې ۲۰۰۰ ټانکرونه له پولې ها خوا درول شوي دي.

د راپورونو په اساس ایران هر کال له ۸۰۰ ملیونو ډالرو څخه زیات مالونه افغانستان ته صادروي، چې د سوداګرې د خونې د پریکې له عملی کیدو سره په افغانستان کې د ایراني سوداګریزو توکو بازار له منځه تلای شي.

په کابل کې د ایران سفیر همداراز ویلي، چې افغانستان دې د خپلې اړتیا وړ تیلو اندازه معلومه کړي او ایران به هماغې اندازې تیلو ته افغانستان ته د واردولو اجازه ورکړي.

خو د اقتصادی چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد سیف الدین سیحون وایي، چې نړیوالو قوانینو ته په کتو ایران حق نه لري چې له افغانستان څخه د خپلو وارداتو اندازه وغواړي.

"ایران نه شي کولای، چې دافغانستان لپاره د تیلو د واردولو اندازه وټاکي ځکه چې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی د سفیر خبره چې غواړي نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د دوی تیل مصرف نه کړي نو کولای شي، چې د هغوی دقراردادونو مخه ونیسي نه داچې دافغانستان لپاره سهمیه وټاکي."

د ایران په خاوره کې دافغان سوداګرو دتیلو بندیدل د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د تیلو، همداراز د ځینو نورو موادو بیې لوړې شي.

ایران ویلي، په هغو ټانکرونو کې چې پر پوله یې درولي دي، په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته تیل لیږدول کیدل، خو افغان سوداګر بیا دغه خبره ردوي او وايي، دغه تیل یې د افغانستان د کورنیو اړتیاوو لپاره را واردول.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG