د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

دوشنبې د مرغومي ۲۷ مه


په ایران کې د افغان سوداګرو د ټانکرونو ستونزه او د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د لوی څارنوالۍ دریځ نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو مهم سرلیکونه جوړوي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د لوی څارنوال پرونیو څرګندونو ته ځانګړی کړی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې، چې د نوی ولسي جرګې پرانستلو ته ایله پنځه ورځې پاتې لوی څارنوالۍ یو ځلې بیا د دې جرګې تیرې ټاکنې نا مشروع وبللې.

ورځپاڼې د لوی څارنوال محمد اسحق الکو په حواله دا هم لیکلي، چې د ټاکنو پایلې له دوی سره غیر مشروع وې، نو له همدې کبله یې دوسیې ځانګړې محکمې ته استولې دي.

خو ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې د لویې څارنوالۍ له خوا برابرې شوې دوسیې، ځکه نیمګړې بللې، چې لویې څارنوالۍ یوازې د انتخاباتو د پایلو د لغوه کولو غوښتنه کړې، حال دا، چې د کتونکو په وینا باید د انتخاباتو د لغوه کولو غوښتنه شوې وای.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو کتونکو او معترضه کاندیدانو دا اندیښنه راخستې، چې که ولسمشر کرزی د ځانګړې محکمې له پریکړې مخکې نوې ولسي جرګه پرانیزي، نو د انتخاباتو دوسیې به په تاخ کیښودلی شي.

خو ورځپاڼې د لوی څارنوال پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې تر تور لاندې بریالي اعلان شوي کاندیدان هم خوندي نه دي او که ځانګړې محکمې دوی ناکامه اعلان کړل، نو استازیتوب ترې واخستلی شي.

خو د ورځپاڼې په وینا دا کار به وخت اخلي او هغه ځکه، چې د لویې څارنوالۍ له خوا ځانګړې محکمې ته استول شوې دوسیه ډېره ستره ده، چې څلور زره پنځه سووه مخونه لري.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د لوی څارنوال په حواله لیکلي، چې د نوی ولسي جرګې له پرانستلو وروسته هم ځانګړې محکمه کولای شي، چې تورن وکیلان محاکمه کړي.

په ایران کې د افغان سوداګرو د ټانکرونو ستونزه بله مهمه مساله ده، چې نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو په غټو سرلیکونو کې راخستل شوې.

سرنوشت د دې ستونزې د حل لپاره د افغان چارواکو هلو ځلو ته کتنه کړې، خو د سوداګرۍ د وزیر په حواله یې لیکلي، چې له ایران څخه یې د ټانکرونو د درولو لپاره قانع کوونکې دلیل نه دی اوریدلی.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت د ایران د دې اقدام له کبله په هېواد کې د رامنځ ته شوې ستونزې د هواري لپاره له قزاقستان څخه د دوه لکه ټنو د واردولو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه لیکي، چې له قزاقستان څخه دا غوښتنه افغان ولسمشر د یو رسمي لیک په وسیله کړې، چې هدف یې په لږ وخت کې د دوو لکو ټنو تیلو واردول دي.

خدمتګار هم د تیلو د واردولو لپاره د متبادلو لارو د لټولو په اړه د افغان دولت هڅو ته کتنه کړې او لیکلي، چې دولت او خصوصي سکتور دواړه له ترکمستان، پاکستان، ازبکستان او روسیې نه د تیلو د واردولو په لټه کې دي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې دریو افغاني شرکتونو په دې برخه کې له ځینو هیوادونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي.
XS
SM
MD
LG