د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

رهین:۱۰ پروژې اوس هم په غزني کې ترکار لاندې دي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
د افغانستان غزني ولایت د ۲۰۱۳ میلادي کال د اسلامي فرهنګ مرکز اعلان شوی، افغان چارواکي وايي چې له همدې امله یې په غزني کې یو شمېر فرهنګي او د بیارغونې پروژې پیل کړي دي، چې په هغو کې غزني ښار ته د بریښنا ورکول او هلته د یوه واړه هوايي ډګر جوړول هم شامل دي.

د اسلامي فرهنګ د مرکز په توګه د غزني د چمتو کولو لپاره یو کمیسیون هم ټاکل شوی چې بېلابېل وزارتونه او ادارې یې غړيتوب لري. دې کمیسیون غونډه کړې او د یو لړ پروژو د پلي کېدو سپارښتنه یې کړې.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن په دې اړه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سید مخدوم رهین سره مرکه کړې ده، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.
XS
SM
MD
LG