د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

احدي:ایران د افغانستان د ترانزیت حق تر پښو لاندې کړی


د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې د افغان سوداګرو د ټانکرونو د خوشې کولو لپاره یي له ایراني چارواکو سره خبرو لا کومه نتیجه نه ده ورکړې او دوي له دې بهیر نه ناراضه دي.

ایران له تیرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو په سلګونو ټانکرونه په دې پلمه درولي، چې ګواکې دا تیل په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته وړل کیږي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي، چې د یکشنبې په ورځ یي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې ایران دا تیل د کوم موجه دلیل پرته درولي.

ښاغلي احدي، چې په دې برخه کې یی د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکول وویل، چې دوي له ایران څخه د دا ډول چلند توقع نه درلودله:

(که څه هم له تېرو څو ورځو راهیسي زیات شمېر ټانکرونه افغانستان ته را اوړي خو بیا هم د افغانستان د ترانزیت حق تر پښو لاندې دي.

هیڅ داسې قانع کوونکي دلیل نشته دی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په پوله د تیلو ټانکرونه درول شوي دي.

که څه هم موږ له ایراني چارواکو سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې وکړي، خو زه دا باید ووایم چې موږ له ایراني چارواکو سره خپلو کړو مذاکراتو څخه ناراضه یو، موږ هیڅ یو داسې موجه دلیل نه وینو چې د تیلو ټانکرونه دي نور ودرول شي، موږ له خپلو ایراني دوستانو له دې ډیره تمه درلوده.)

ښاغلي احدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خلک واټونو ته راوځي او د ایران دا اقدام غندي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د ایران دې اقدام د افغانستان په بازارونو کې د تیلو په بیو ناوړه اغیزه کړې او خلک یي له دې بابته له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي.

د چارو یو شمېر کتونکي وایي، چې افغان حکومت باید د شتو ستونزو د هواري لپاره متبادلې لارې چارې ولټوي، څو په راتلو کې ورته ستونزه پیدا نه شي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هم وایي، چې دوي اوس مهال په داسې یوه داسې سیسټم کار کوي، چې وکولای شي په راتلونکې کې د داسې ستونزې د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

نوموړی وایي، چې د دې سیستم په عملي کولو سره به د دا ډول را پیښدونکو ستونزو په مهال به هم د افغانستان په بازارونو کې د نفتي موادو بیې کنټرول وي:

(که دولت یو تړون وکړي د ځینو هېوادونو سره نو موږ ته به معلوم شي چې په کومه میاشت په کوم مقدار تیل افغاستان ته راځي په اوسني حالات کې دولت کوم تړون نه لري که داسې یوه ستونزه نه هم وي نو باید د سوداګرۍ وزارت دغسې یو سیستم ولري چې هره میاشت ورته معلوم وي چې د تیلو عادلانه او غیر عادلانه بیي هم کړي)

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې کله چې ایراني چارواکو په افغانستان باندې د تیلو بندیز ولګولو د خصوصي سکتور ترڅنګ په دې لټه کې شول ترڅو له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته نفتي مواد راوړي چې په دې برخه کې یي له یو شمېر هېوادونو سره موافقې شوې هم دي.

د سوداګرۍ وزیر وایي، چې دوي په دې وروستیو کې له قزاقستان نه په لوړه کچه غوښتنه کړې چې دوي ته دوه لکه ټنه نفتي مواد ورکړي، چې دا مواد به یواځې د څلویښتو ورځو لپاره د افغانانو روانه ستونزه حل کړي، چې وروسته له دې هڅه کوي له منځنۍ اسیا څخه د تیلو دوامداره وارداتو ته دوام ورکړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG