د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

په هرات کې د ایران پر ضدمظاهره وشوه


د هرات اوسېدونکي وايي، چې افغان دولت دې د ټانکرونو د خوشې کولو او د ګډوالو د ستونزو د حل لپاره دې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي
د هرات اوسېدونکي وايي، چې افغان دولت دې د ټانکرونو د خوشې کولو او د ګډوالو د ستونزو د حل لپاره دې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي
د هرات ګڼ شمیر اوسیدونکو د ایران په خلاف په یوه پراخه احتجاجي مظاهره کې په افغان دولت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزمن حال پوښتنه وکړي.

مظاهره کوونکو، چې شمیر یې سلګونو تنو ته رسېده همداراز د هغو شاوخوا دوو زرو ټانکرونو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه، چې د ایران په پوله درول شوي دي.

که څه هم دا مظاهره په سوله ایز ډول ترسره شوه، خو په هرات کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په هرات کې د افغان ملت ګوند مشر معروف فضلي وویل، چې د ایران له خوا د ورته چلند د دوام په صورت کې به نورې مظاهرې هم وکړي.

ایران له یوې میاشتی راهیسې په خپله پوله د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره ټانکرونه درولي او په ورته وخت کې ځینې داسې ویډیویي انځورونه هم خپاره شول، چې په کې په ایران کې د افغانانو مرګ ژوبله ښودل شوې ده.
XS
SM
MD
LG