د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۹

شنبې د مرغومي ۲۵ مه


په کابل کې د ایران د سفیر د وروستي خبرداري په اړه د افغانانو غبرګونونه او د نوې ولسي جرګې د پرانستلو په اړه د معترضه وکیلانو ګواښ هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه جوړوي.

خدمتګار نادولتي ورځپاڼې لیکلي، چې په کابل کې د ایران سفیر په دې باور دی، چې د تهران پر ضد په کابل کې د وروستیو اعتراضونو تر شا د بهرنیو کړیو لاس دی او غواړي، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې فدا حسین مالکي دا خبرداری ورکړی، که د دغو اعتراضونو ترشا ولاړ کسان و نه نیولې شي، نو ایران به له افغانستان سره د تیلو د ټرانزیټ په ګډون د یو شمیر نورو مسایلو په اړه بیا کتنه وکړي.

خو خدمتګار د افغان حکومت د یو ویاند په حواله لیکلي، چې د اساسي قانون له مخې اعتراض او انتقاد کول د خلکو حق دی او دوی هیڅ کله داسې کار نه کوي، چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

ورځپاڼې په دوام کې د ځینو کتونکو نظرونه هم راخستي او لیکلي، چې د ایران دا ډول غوښتنې د ښه ګاونډیتوب څرګندویي نه کوي او تهران ته په کار ده، چې د افغانستان په اړه په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د ایران د سفیر د دې غوښتنې په ځواب کې د افغان حکومت په غبرګون کې لیکلي، چې کابل تهران نه دی، هر څوک د اعتراض او د بیان د ازادۍ حق لري.

ورځپاڼه لیکي، چې د ایران د سفیر وروستی خبرداری د افغانستان اساسي قانون ته سپکاوی دی، ځکه د ورځپاڼې په وینا خلکو ته د اعتراض کولو حق همدغه قانون ورکړی.

ورځپاڼې په دوام کې د کندهار د ملي سوداګرو دا خبرداری هم راخستی، که ایران د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونه خوشی نه کړي، نو دوی به له ایران سره خپله سوداګرۍ پای ته ورسوي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ایران د سفیر د وروستي خبرداري په اړه د افغان حکومت غبرګون ته ځانګړی کړی.

ورځپاڼې د حکومت د رسنیو د مرکز د سلاکار په حواله لیکلي، چې د اساسي قانون له مخې حکومت د خلکو د اعتراضونو مخه نه شي نیولی.

د نوې ولسي جرګې د پرانستلو په اړه د معترضه کاندیدانو ګواښه بله مهمه مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې منعکس شوې ده.

ارادې په یو تفصیلي مطلب کې لیکلي، په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په سر روانه لانجه لا نه ده حل شوې، خو د دې جرګې دارالانشاء پرون د نویو بریالیو اعلان شویو کاندیدانو ته پیژندګلوۍ اونیز پروګرام پیل کړ.

ورځپاڼې په راتلونکې اوونۍ کې د ولسمشر کرزي له خوا د نوې ولسي جرګې ممکنه پرانستلو ته په اشارې ولسمشر په دوه مخې سیاست تورن کړی او لیکلي، چې ښاغلی کرزی بریالیو او پاتې راغلو کاندیدانو دواړو ته ډاډ ورکوي، خو معلومه نه ده، چې د ده دا ډاډګیرنه به د چا په ګټه او د چا په زیان تمام شي.

سرنوشت بیا د معترضه کاندیدانو دا ګواښ راخستی، که چیرې نوې ولسي جرګه پرانستل شوه، نو دوی به لویې لارې وتړي او د ملي پاڅون اعلان به وکړي.

خدمتګار هم په یو مطلب کې لیکلي، په داسې حال کې، چې د ځانګړې محکمې پریکړه لا نه ده څرګنده، نو د نوی ولسي جرګې پرانستل به څه معنی ولري.
XS
SM
MD
LG