د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په بلوچستان کې د تیلو پر ټانکرونو بیا بریدونه شوي


بېګا د بلوچستان په ډېره مراد جمالي كې نامالومو وسلوالو په افغانستان كې ناټو ځواكونو ته د تېل وړونكيو ټانكرو پر يوه كتار باندې وسلوال بريد كړى چې شل ټانكرو په كې سوځېدلي دي. لېويز پوليس وايي وسلوال د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

تېره شپه ناوخته د كوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په څلورسوه كيلوميټرۍ كې د ډېره مراد جمالي سيمې تر ښار دباندې د لوى سړك پر سر د جمالي په نوم د تېلو يوه پمپ ته نيژدې نامالومو وسلوال پر هغو تېل وړونكيو ټانكرونو او كانټينر لارېو وسلوال بريد كړى، چې په افغانستان كې مېشتو ناټو او امريكايي ځواكونو ته يې تېل وړل. په سيمه كې د لېويز پوليسو يوه مشر عبدالجبار بلوڅ ازادۍ راډيو ته وويل چې په پېښه كې يو تن موټرچلوونكى هم ټپي شوى دى:

(دا برید د شپې د پاوكم درېوو بجو په شاوخوا كې شوې ده چې څوارلس لارۍ په كې سوځېدلې دي چې زیاتره د تېلو ټانكرونه او يواځې درې كانټينر لارۍ دي، دوي په افغانستان كې ناټو ځواكونو ته اكمالات كول)

د لېويز پوليسو مشر وايي كله چې د دوي عسكر د پېښې ځاى ته ور ورسېدل نو وسلوال تښتېدلي وو او دوي يې په نيولي بريالي نه شول. د ځينو عيني شاهدينو په وينا موټرچلوونكيو د سړك له غاړې په يوه هوټل كې استراحت كاوه او څو تنه وسلوال كسان په يوه كرولا موټر كې راغلي او پر دغو لاريو يې ډزې كړې چي له امله يې په تېلو بار ټانكرونه اور اخيستى دى.

لېويز پوليس وايي، د اور وژنې كسان لا هم د پېښې په ځاى كې دي خو تر اوسه پورې لا هم د اور په وژلو نه دي بريالي شوي. د سيمې د لېويز پوليسو يو بل كاركوونكى محمداسلم ابړو بيا وايي چې په پېښه كې شپاړلس ټانكر سوځېدلي خو د ځينو سرچينو له قوله چې د اور وژنې كسان د پېښې ځاى ته په ځنډ ور رسېدلي چې له امله يې شل ټانكرونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

د يادونې وړ ده چې په تېر ۲۰۱۰م كال كې هم د كوټې او كراچۍ تر منځ لوى سړک باندې د ناټو پر اكمالاتي كتارونو په لسګونو بريدونه شوي وو، چي سلګونه كانټينر لارۍ او د تېلو ټانكرونه په كې په بشپړه توګه سوځېدلي او تر لسو زياتو موټروانانو ته په كې مرګ ژوبله هم ور اوښتې وه، خو پوليسو يې په تړاو هيڅوك هم ونه نيول.

په دې نوي مېلادي كال كې دا لومړى ځل دى چي په دومره زيات شمېر ټانكرونه چي په افغانستان كې مېشتو ناټو ځواكونو ته يې تېل انتقالول، د وسلوالو له خوا وسوځول شول، خو بريدكوونكي يې د شپې په تياره كې په تېښته بريالي سول.

د دې پېښې مسووليت لا هم كومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG