د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

وال سټریټ ژورنال:امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو خبره بیرته واخیسته


ښاغلي بایډن په روانه اونۍ کې افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خپله خبره بېرته واخیسته
ښاغلي بایډن په روانه اونۍ کې افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خپله خبره بېرته واخیسته
تېرکال، د ډیسمبر میاشتې په وروستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د سپینې ماڼۍ د ډېرو حساسو او په احتیاط سره د پلان شوېو پالیسیو کړۍ ته پښه وړاندې کړه او په یوه ټلویزیوني مرکه کې یې وویل، چې امریکايي ځواکونه به د سږکال په اوړي کې له افغانستانه وتل پیل کړي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به امریکايي ځواکونه په هر حالت کې له افغانستانه وتل بشپړ کړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په دې اړه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي، خو ښاغلي بایډن په روانه اونۍ کې افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې خپله خبره بېرته واخیسته او د ده د انکار طریقه هومره د پام وړ وه لکه چې مخکینۍ څرګندونې یې وې.

بایډن په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې امریکا پر افغانستان د ولکې یا دلته د دولت جوړولو کوم پلان نه لري. ده زیاته کړه، لکه څنګه چې ولسمشر حامد کرزي څو ځلې یادونه کړې، دا د افغانانو مسوولیت دی او دوي د دې کار لپاره بشپړه وړتیا لري. بایډن وویل، امریکا به په دې هڅو کې له افغانانو سره پوره مرسته وکړي او له ۲۰۱۴ کاله وروسته هم د دې مرستو دوام ته چمتووالی لري. ښاغلي بایډن د خپلې وینا په دوام وویل، که افغانان غواړي، امریکا چمتو ده چې له 2014 کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر هیله وښوده چې تر 2014 کال پورې به د هېواد د امنیتي چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي، خو ده وویل، که افغانان ووايي چې پاتې شي، نو امریکا به له دې نېټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

وال سټریټ ژورنال د ښاغلي بایډن دې وینا ته اشاره کوي او لیکي، د امریکا په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی خو د بایډن ټینګار د پام وړ دی. ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا د مرستیال ولسمشر مخکینۍ وینا مضره وه ځکه د امریکا هغو هڅو ته یې زیان رساوه چې غوښتل یې په جنوبي اسیا کې خپلو دوستانو او دښمنانو ته دا پیغام ورکړي چې امریکا دلته د لنډې مودې په مخه نه ده راغلې ځکه د ولسمشر اوباما مخکینی اعلان چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۱ له جولای میاشتې وروسته له افغانستانه وتل پیل کړي طالبانو ته دا پیغام ورکړی و چې باید د امریکایانو وتلو ته سترګې په لار واوسي او د افغانستان او پاکستان مشران له وسله والو مخالفینو سره سولې ته وهڅېدل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د ولسمشر اوباما ادارې تېرکال ډېره خواري وکړه، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل ټاکل شوې نېټه بېرته واخلي او هماغه و چې د تېرکال په نوامبر میاشت کې د پرتګال په مرکز لزبن کې د ناټو په سرمشریزه کې ۲۰۱۴ افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیتونو د سپارلو نوې نېټه وټاکل شوه. وال سټریټ ژورنال زیاتوي، په روانه اونۍ کې د ښاغلي بایډن وینا دا خبره په ډاګه کوي چې امریکا له دې نېټې وروسته هم په یوه ډول سره په دې سیمه کې د پاتې کېدو په فکر کې ده.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، دا هم د پاکستانیانو لپاره چې په خپله خاوره کې د وسله والو د مرکزونو د له منځه وړلو په برخه کې مرسته یې امریکا ته په کار ده او هم د طالبانو لپاره، چې د امریکايي ځواکونو تر فشار لاندې ښايي د جګړې د دوام توان له لاسه ورکړي ترټولو سم او مناسب پیغام دی.

د وال سټریټ ژورنال خپل مطلب په دې کرښو پای ته رسوي چې د بایډن په خبرو کې تناقض وو، خو ده د یوه دولتي سیاستمدار په توګه وکولای شوای چې خپله وینا بېرته واخلي.
XS
SM
MD
LG