د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

بایډن: د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پاکستان رول ډیر پیاوړی دی


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن په اسلام اباد کې د پاکستان له سیاسي او پوځې مشرانو سره وکتل، هغه پرون له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره د خبرو په مهال د تروریزم پر ضد مبارزې کې د پاکستان رول ډیر عمده وباله او په دې برخه کې یې د پاکستان د هلو ځلو ستاینه وکړه.

بایډن پرون ماښام د خبري کنفرانس په ترڅ کې په داسې حال کې د پاکستان صدراعظم هم حضور درلود وویل، د بنسټ پالو پرضد مبارزه باید زور واخلي:

(سخت دریځي یواځې د امریکا نه بلکې د پاکستان لپاره هم یو ستر ګواښ دی، القاعده که په امریکا ۳۰۰۰ تنه بې ګناه خلک وژلي دي نو په پاکستان کې هم په زرګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې د پاکستان ولس باید په دې پوه شي او دا ومني چې د القاعده وسلوالو د دې هېواد په لیرې پرتو سیمو کې پناه ځایونه جوړ کړي او خوندي مرکزونه لري.

دغه ډله هغه خلک حمایه کوي چې د بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري چې ښکاره مثال يي د سوات په ګډون ستاسې د هېواد په نورو سیمو کې لیدل شوی.)

بایډن چې پرون له کابله د پاکستان په لور روان شو په اسلام اباد کې یې د پاکستان له ولسمشر، صدراعظم او لوی درستیز سره وکتل، د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مسوول جنرال اطهرعباس پرون ماښام د بایډن د سفر په اړه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان د پوځ د هلو ځلو په اړه ډاډ ورکړ.

بایډن ددې سفر په ترڅ کې غوښتل، چې پاکستاني مشرانو په دې باوري کړي چې د هغو وسله والو پرضد مبازره ګړندۍ کړي چې د افغانستان سره په پولو کې ځای پرځای شوي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي.

بایډن پرون وویل، پاکستان د امریکا نژدې دوست او له همکارو هېوادونو څخه دی چې د دوستي دیرش کلنه سابقه لري،هغه د پاکستان او امریکا اړیکې ډیرې مهمې وبللې.

بایډن پاکستان سره د مالي مرستو یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې د پاکستان سېلاو ځپلو ته یې له تیر کال راهیسي ډیرې مرستې رسولې او لا به یې هم جاري وساتي.

صدراعظم یوسف رضا ګیلاني هم وویل، چې بایډن سره خبرې یې ډیر ښې او ګټورې وي، د سیاسي چارو کار پوهانو وايي د اډول سفرونه به هیڅ موثریت ونه لري ترڅو چې پاکستان په افغانستان کې له مداخلو لاس وانخلي په دې اړه عقیل یوسفزی وايي:

(زموږ په ځمکه باندې هغه خلک چې د افغانستان، ناټو او امریکا خلاف وو دوي عملیات هم کوي نو دا د دې خبرې ثبوت دی چې د افغانستان امن د پاکستان د عدم مداخلت سره مشروط پکار دی او زه د دې شاهد یم چې د پاکستان له اړخه په هر دور کې په افغانستان کې مداخلت شوی دی.)

پاکستان ته بایډن په داسې وخت کې یو ورځني سفر وکړ، چې د دې اتومي طاقت لرونکي هېواد د پنجاب صوبې والي څو ورځې مخکې د خپل ساتونکي په لاس په قتل ورسېدو.

د نړېوالو ورځپاڼو په حواله د امریکا د پالیسو طراحان په اوږد مهال کې د امریکا د ګټو د ساتلو دپاره ډیر او یا هم د افغانستان په اندازه پاکستان مهم بولي، خو نه شي کولای چې د مځکنیو ځواکونو په واسطه دا متزلزله هېواد چې اټومي وسله هم لري له لا ډیر خطر سره مخامخ کړي، ځکه د پاکستان حکومت او خلک له دې کار سره مخالف دي او داسې یو کار به خلک لا هم له اسلامي بنسټ پالو سره نژدې کړي.
XS
SM
MD
LG