د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

موسوي: د احمدي نژاد دوله، د سټالين دورې ته ورته ده


ميرحسين موسوي د ایران د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د احمدي نژاد مهم سیال و.
ميرحسين موسوي د ایران د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د احمدي نژاد مهم سیال و.

د ايران د حکومت سياسي مخالف ميرحسين موسوي وايي، د ولسمشر احمدي نژاد د جمهوري رياست دوره د پخواني شوروي اتحاد د جوسيف سټالين له دورې سره ورته ده. د جرمني خبري اژانس د موسوي پر څرګندونو رپوټ لري.

ميرحسين موسوي له کليمه ويبپاڼې سره په مرکه کې وويل، هغه تبليغات چې د ايران د حکومت پلويان يې کاروي، د پخواني شوروي اتحاد د سټالين يا هم د رومانيا د نيکولاى چايسيسکو له دورې سره ورته والى لري.

ميرحسين موسوي دا خبره، د ايران د حکومت له لوري د جمهوري رياست له تېرو انتخاباتو وروسته د اصلاح غوښتونکو د ځپلو په تړاو کوي.

د ايران څلورو مشرانو ميرحسين موسوي، مهدي کروبي، محمد خاتمي او اکبر هاشمي رفسنجاني د ٢٠٠٩م کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د احمدي نژاد حکومت په درغليو تورن کړى او تر اوسه د ايران دغه انتخابات په رسميت نه پېژني.

د جرمني خبري اژانس په حواله، د ايران قضايي نظام او ځينو نورو دولتي کړيو په دې وروستيو کې اعلان کړه چې غواړي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د سخت دريځو ځينې مشران چې غوښتل د ايران رژيم کمزورى کړي، محاکمه کړي.

موسوي په خپله مرکه کې د احمدي نژاد قضايي او نظام او حکومت ته په خطاب کې وويل، چې مخالف مشران مه هېروئ، يوازې اساسي قانون ته متعهد واوسئ، سياسي بنديان خوشې کړئ او د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوى وکړئ، دغه راز ازاد انتخابات وکړئ.

د جرمني خبري اژانس زياتوي، خبريالان، محصلين او قانونپوهان چې تر انتخاباتو وروسته يې په مظاهرو کې لاس درلود، په اوږدمهاله بند محکوم شول. مخالفين غواړي چې ټول سياسي بنديان ازاد او پر رسنيو لګول شوى بنديز هم ليرې شي.
XS
SM
MD
LG