د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

نادري: لا هم په پوځي عملیاتو کې عامه خلک زیانمن کیږي


Afghanistan -- Member of Afghan Independent Human Rights Commission Nader Naderi during a press conference in Kabul, 08 August 2010
Afghanistan -- Member of Afghan Independent Human Rights Commission Nader Naderi during a press conference in Kabul, 08 August 2010
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون وایي، چې له روانو هڅو سره سره په هیواد کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې او زیانونو اندازه لا دومره نه ده کمه شوې، چې دوی ډاډه کړای شي.

د دغه کمسیون یو غړي نادر نادري که څه هم دا تایید کړه، چې افغان او بهرني ځواکونه د عامه خلکو د مرګ ژوبلې او زیانونو د مخنیوي هڅه کوي، خو د ده په وینا وسله والو مخالفینو بیا په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

ښاغلي نادري، چې له ازادي راډیو سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، په جنګ کې ښکیل ټول اړخونه وهڅول، چې د بشرپالنې اصول په پام کې ونیسي.

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې په کندهار کې د امید په نامه په وروستیو پوځي عملیاتو کې د عامه خلکو د زیانونو د معلومولو لپار استول شوي پلاوي خپل رپورټ ولسمشر ته وسپاره.

د دغه پلاوي د رپورټ په وینا د افغان او بهرنیو ځواکونو په دې ګډو عملیاتو کې عامه خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي، چې اندازه یې سلو میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت که څه هم دا مالي زیانونه مني، خو وایي، چې په دې عملیاتو کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې بریالي وو.

د دغه وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي په وینا د دوی پالیسي دا ده، کله چې عام خلک زیانمن کیږي، نو زیانونه یې باید جبیره شي.

"زموږ پالیسي دا ده، چې هیڅ څوک باید زموږ له جګړې زیان و نه ویني او که زیانمن کیږي، نو زیان یې باید جبیره شي."

خو ده وویل، چې کندهار ته د استول شوي پلاوي د رپورټ د موندنو په اړه قضاوت د جمهوري ریاست کار دې او په دې اړه به د ولسمشر کرزي ویاند جزیات وړاندې کړي.

بل لور ته د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون که څه هم د عامه خلکو د زیانونو د جبیره کولو لپاره د دفاع وزارت دریځ معقول بولي، خو د ښاغلي نادري په وینا داسې لارې چارې باید ولټول شي، چې دا زیانونه رامنځ ته نه شي.

په افغانستان کې د روانو شخړو په مهال د عامه خلکو مرګ ژوبله یوه هغه اساسي ستونزه ده، چې د کتونکو په وینا د جګړې هیڅ یو لوري ورته پام نه دی کړی او په دې برخه کې د پورته شویو اعتراضونو سره سره دا ستونزه لا نه ده هواره شوې.
XS
SM
MD
LG