د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

کاندیدان: ځانګړي محکمې ته دي وخت ورکړل شي


یو شمیر معترض کاندیدان
یو شمیر معترض کاندیدان
په داسي حال کې، چې د انتخاباتي دوسیو د څیړلو لپاره د ځانګړي محکمې کار روان دی، معترضو کاندیدانو یو ځل بیا له دغي محکمې څخه وغوښت، چې ور سپارل شوي دوسیې دې د قانون په رڼا کې په دقیقه توګه وڅېړي.

دغه لسګونه معترضه کاندیدان، چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتي دوسیو د څېړلو د ځانګړي محکمې مخي ته سره راټول شوي وو، له افغان حکومت نه وغوښتل، چې دې محکمې ته دې د دوسیو د څیړلو لپاره کافي وخت ورکړي.

دغو کاندیدانو دا غوښتنه هم کوله، چې د ځانګړې محکمې د کار تر پای ته رسیدو پورې دې نوې ولسي جرګه نه پرانستل کیږي، ځکه د دوی په وینا دا کار د ځانګړې محکمې پریکړې تر اغیزې لاندې وړي.

معترضه کاندیدانو د نوی ولسي جرګې د نه پرانستلو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ټاکل شوې، افغان ولسمشر د سلواغې په لومړۍ نیټه نوی ملي شورا پرانیزي، خو لا روښانه نه ده، چې افغان ولسمشر به په دې برخه کې د معترضه کاندیدانو غوښتنه په پام کې ونیسې او که نه؟

د انتخاباتي دوسیو د څیړلو لپاره دا ځانګړې محکمه د سترې محکمې په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ جوړه شوې او اوس پر هغو دوسیو کار کوي، چې لويې څارنوالۍ ورته سپارلي دي.

بل خوا یوشمېر کړیو د دغې محکمې د قانونیت په اړه پوښتنې راپورته کړي او ځینو رسنیو د اساسي قانون په پلتیا د څار د کمېسیون په حواله ویلي وو، چې دغه محکمه د اساسي قانون سره برابره نه ده.

خو د دغه کمېسیون مشر قاضي ګل رحمان له ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړه او ویې ویل، چې دا خبره به ممکن ځینو کړیو د ځان په ګټه کړې وي.
د اساسي قانون د پلتیا د څار د کمېسیون مشر ښاغلې ګل رحمان قاضي

ښاغلي رحمان له رسنیو هیله وکړه، چې باید د اساسي قانون د لا غښتلتیا لپاره کار وکړي.

"له دوی څخه مې دا هیله ده، چې راځئ ټول تقابل فرهنګ پریږدئ، سره یو شئ او د قانو د حاکمیت لپاره سره همکاري وکړو، د قانو شکني فرهنګ ته باید د پای ټکی کېږدو او راځئ چې دا خپله ټولنه قانون منده کړو. له ځان یې شروع کړو، نورو ته یې ورسوو، دا په خپله د خلکو په روحیه باندې فشار راوړي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان ل کال د وږي میاشتې پر ۲۷ وشوه، چې په کې د پراخو درغلیو له کبله لا هم ستونزه روانه ده.

تر دې مخکې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونو کاندیدانو دغه ډول مظاهرې کړي او له افغان دولت څخه یې غوښتي، چې دغه انتخابات دي لغوه اعلان کړي.

دوی د انتخاباتو د خپلواک او انتخاباتي شکایتونو کمېسیونونو چارواکې په درغلو تورن کړي او دوی ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده، خو دغه چارواکې بیا ورپورې شوي تورونه ناسم بولي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG