د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۱

لویې څارنوالۍ د کابل بانک د زیانمن کېدو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي


د افغانستان لویې څارونوالۍ ویاند امان الله امان
د افغانستان لویې څارونوالۍ ویاند امان الله امان
که څه هم د کابل بانک د زیانمن کیدو له ستونزې څه باندې درې میاشتې تیرې شوي دي، خو لویه څارنوالۍ وايي، په دې پيښه کې یې د لاس لرونکو کسانو په اړه د نویو څیړنو لپاره یوه ډله ګمارلې ده.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ډله د افغانستان بانک په وړاندیز چې د کابل بانک په زیانمن کیدو کې یې د لاس لرونکو کړیو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې، د لویې څارنوالۍ له خوا ګمارل شوې:

"د افغانستان بانک د رییس د پنځه مخیزه مکتوب په اساس، چې لویې څارنوالۍ ته رااستول شوی، چې په دغه بحران کې ځینې کړۍ دخیلې وې، د تحقیقاتو غوښتنه شوې.

دا چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه زموږ په لومړیتوبونو کې ده، نو لوی څارونوال صاحب په مستقیم ډول د دغه قضیې د څېړولو امر ورکړ او په دې برخه کې یې یوه ډله ګمارلې چې په دې اړه تحقیقات پیل کړي."

ښاغلي ایمان هغه راپورونه تایید نه کړل، چې وايي لویې څارنوالۍ د کابل بانک نه تنه کارکوونکي چې د دویمې درجې مدیران دي، هم نیولي دي.

هغه وویل، تراوسه پورې د لویې څارنوالۍ څیړنې په لومړیو پړاوونو کې دي او پایلې به یې وروسته خپرې شي.

وروسته له هغې چې د کابل بانک د زیانمن کیدو خبره په ډاګه شوه، د دې بانک رییس له کاره لرې کړای شو او د افغانستان بانک یې کنترول په لاس کې واخیست، خو تراوسه پورې د هغو عواملو او کسانو په اړه لږ معلومات ورکړل شوي چې له امله یې د کابل بانک له افلاس سره مخ شو.

خو د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل، چې د کابل بانک سهام لروونکو له دغه بانکه پیسې په ناقانونه توګه ویستلې وې، چې له امله یې کابل بانک له افلاس سره مخ شو.

تر دې پخوا راپورونه ورکړل شوي وو، چې دغه بانک درې سوه ملیونه ډالره زیان موندلی و.

دا چې وروسته له څو میاشتو د افغانستان بانک ولې د کابل بانک د ستونزې په اړه د تازه څیړنو غوښتنه کړې، په دې اړه د افغانستان بانک چارواکو له ازادي راډیو سره له څه ویلو ډډه وکړه.

په دې اړه مو د کابل بانک د چارواکو د نظر اخیستلو هڅه هم وکړه خو ونه توانیدلو.

د راپورونو له مخې اوسمهال کابل بانک په ټول افغانستان کې پرته له کومې ستونزې خپل فعالیتونه پرمخ بیایي.

حکومتي چارواکو هم د کابل بانک مشترکینو ته ډاډ ورکړی، چې دغه بانک ته د سپارل شویو پیسو د خوندیتوب ضمانت کوي.

د کابل بانک زیانمن کیدل په افغانستان کې یوه لویه اقتصادي ستونزه وبلله شوه، چې د خصوصي بانکونو په هکله یې د خلکو باور ته هم زیان ورساوه، خو بل خو افغان دولت ویلي، چې له شرکتونو څخه د ملاتړ او له دیوالي کیدو څخه د مخنیوي لپاره یې د نوي قانون په جوړیدو لاس پورې کړی دی.
XS
SM
MD
LG