د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۸

جرمني:له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم افغانستان یواځې نه پریږدو


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویستر ویلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویدو ویستر ویلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر که څه هم افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو د پریکړې ملاتړ کوي، خو د ده په وینا دا په دې معنې نه ده، چې د دغه بهیر له بشپړلو وروسته به افغانان یوازې پرې ښودلې شي.

ګویدو ویستر ویلې د یکشنبې په ورځ په یو رسمي سفر کابل ته راورسېد او له خپل افغان سیال سره یي تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو.

ویستر ویلې د افغانستان په اړه د لیزبون او د لندن د پریکړو ملاتړ وکړ او ویي ویل، چې دوي د دغو پریکړو په رڼا کې له افغانستان سره چلند کوي:

“په 2011 کال کې موږ غواړو چې، افغانانو ته د امنیت سپارلو چارې پیل کړو او دوام ورکړو، چې وکولای شو په 2014 کال کې د امنیت سپارلو چارې خپل افغان لوري ته په مکمل ډول وسپارو.

خو دا په دې مانا ده چې تر 2014 کال وروسته هم موږ افغانان یوازې نه پرېږدو، چې بیا مخالفین او ترهګر دلته ځای ونیسي او امنیتي ستونزې پیدا شي.”

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په خپل دې سفر کې د هغو څه باندې اوولسو میلیونو ډالرو د پور د بخښلو اعلان هم وکړ، چې افغانستان ته په مخکې کلونو کې ورکړل شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول بیا وویل، چې له خپل جرمن سیال سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سولې او پخلاینې په روانو هڅو خبرې کړي دي.

د ښاغلي رسول په وینا د دوي ترمنځ شوې خبرې ګټورې وې، ځکه له جرمني نه یی د ملاتړ د دوام ډاډ ترلاسه کړ:

(په دې لیدنه کې موږ په دوه اړخیزو اړیکو افغان ځواکونو د مسولیتونو د سپارلو په بهیر او سولې پخلاینې په هڅو مو خبرې وکړې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر موږ ته دا ډاډ راکړ چې د جرمني حکومت او خلک به د تل لپاره موږ سره ولاړ وي او هیڅکله به مو یواځې پرینږدي.)

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر کابل ته له راتګ مخکې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او په افغانستان کې امن او امان په ټینګښت کې د دغه هېواد په رول خبرې کړي.

جرمني اوس مهال په افغانستان کې له څلورو زرو زیات سرتیري لري، چې زیاتره یي د هېواد په شمال کې میشت دي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په حواله ویل شوي وو، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، خو کابل ته یی د خپل سفر په مهال د دې مسئلې یادونه ونه کړه.

جرمني د امنیتي همکارېو ترڅنګ له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې هم همکاري کوي او په دې برخه کې یی په میلیونونو ډالر لګولي دي.


راپور- معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG