د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

جرمني له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو پر پلان کار کوي


د جرمني حکومت پر يوه پلان کار کوي چې د روان ميلادي کال په پاى کې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي، د دې پلان ځينې برخې رويټرز اژانس ته په لاس ورغلي دي.

د جرمني حکومت به د روانې مياشتې په جريان کې د خپل هېواد پارلمان ته وړاندیز وکړي چې د روان مېلادي کال په پاى کې له افغانستانه د جرمني سرتیرو د ايستلو پلان تصويب کړي.

دا مطلب پاکستان ته د جرمني د بهرنيو چارو د وزير ګيودو ويسترويلې په کتنه کې څرګند شو، ښاغلي ګيودو د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان رول وستايه، د کابل او اسلام اباد ترمنځ يې پر زياتې همکارۍ ټينګار وکړ.

نوموړي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني ساري سره تر خبرو وروسته وويل، کابل او اسلام اباد بايد د موجوده ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره ګډه همکاري ولري.

له افغانستان څخه د جرمني پوځيانو د وتلو پلان د دې هېواد د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو له لوري برابر شوى دى.

ټاکل شوې مخکې تر دې د روانې مياشتې پر اته ويشتمه دغه پلان د جرمني پارلمان ته ولېږل شي، راروانه اوونۍ به د انګېلا ميرکل د کابينې له لوري تصويب شي.

رويټرز اژانس زياتوي، د جرمني پارلمان به دغه پلان چې د اپوزسيون په طبعه برابر دى، تصويب کړي.

د دې پلان په يوه برخه کې راغلي چې د جرمني حکومت ډاډه دى چې د روان ميلادي کال په پاى کې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو توان لري او کولاى شي امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپاري.

جرمني درېيم هېواد دى چې په افغانستان کې ډېر عسکر لري. د دې هېواد شا و خوا ٤٦٠٠ عسکر د افغانستان په شمال کې دېره دي، په دغو ولايتونو کې تاوتريخوالى تېر کال زيات شو. تر اوسه په افغانستان کې د جرمني تر پنځه څلوېښتو زيات عسکر وژل شوي دي.

د افغانستان له جګړې د جرمنيانو ملاتړ کم شوى. تېر ميلادي کال د دې هېواد لوى درستيز او يو وزير په کندوز کې د جرمني عسکرو د يوه هوايي بريد له کبله چې ګڼ ملکيان په کې ووژل شول، له دندو ليرې کړاى شول.
XS
SM
MD
LG