د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

شمالي کوريا له جنوبي کوريا سره د خبرو پېشنهاد وکړ


شمالي کوريا له خپل سيال هېواد جنوبي کوريا سره پر بې شرطه خبرو اترو ټينګار کړى، دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې سيول او واشنګټن د شمالي کوريا له لوري د خبرو اترو مخکېني پېشنهادونه رد کړي وو او ويلي يې وو دوى عملي اقدام ته سترګې په لار دي، نه تشو الفاظو ته.

شمالي کوريا جنوبي کوريا ته د بې شرطه خبرو اترو پېشنهاد وروسته تر هغه کوي، چې سيول د خبرو اترو مخکېنۍ غوښتنه رد کړې وه.

د دواړو کورياګانو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو کمېټې چې په پيونګيانګ کې موقعيت لري، خپل پرونى پېشنهاد په دولتي ټلويزيون KRT کې اعلان کړ:

”موږ په رسمي ډول د شمالي او جنوبي کورياګانو د چارواکو ترمنځ له قيد او شرط پرته د خبرو پېشنهاد کوو“

شمالي کوريا ويلي دي چې دغه خبرې اترې به په راروانو اوونيو کې وشي. د جنورۍ مياشتې په پاى يا هم د فبرورۍ په لومړي نيمايي کې.

دې هېواد دغه راز ويلي چې د خپلو اړيکو دفتر به چې په کايسونګ صنعتي پارک کې و او تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په زياتېدو وتړل شو، بيا پرانيزي. دغه صنعتي پارک په دواړو هېوادونو پورې اړه لري.

پيونګيانګ دغه راز ويلي دي چې دغه پېشنهاد يې ښه اهداف لري. دا په روانه مياشت کې درېيم ځل دى چې پيونګيانګ له جنوبي کوريا سره د ديالوګ او خبرو اترو غوښتنه مطرح کوي.

جنوبي کوريا چې د امريکا متحد هېواد ګڼل کېږي، ويلي يې دي تر هغو به خبرو ته نه کښېني چې شمالي کوريا د کړکېچ د کمولو په هدف عملي اقدام ونه کړي او خپل اټومي پروګرام پراختيا نه وي درولى.

په دې ټاپووزمه کې تر څو لسيزو وروسته کړکېچ هغه وخت زيات شو، چې تېره مارچ مياشت جنوبي کوريا د خپلې يوې پوځي بېړۍ په ډوبېدو کې شمالي کوريا په لاس لرلو تورنه کړه. په دې پېښه کې ٤٦ بېړۍ چلوونکي ووژل شول، خو شمالي کوريا دغه تورونه رد کړل.
XS
SM
MD
LG