د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

لاریوني:د ایران وروستی غوره کړی سیاست په ټینګه غندو


په کابل کې د ایران پر ضد لاریون
په کابل کې د ایران پر ضد لاریون
مظاره کوونکو په کابل ښار کې د ایران د سفارت مخې ته د دې هېواد د ولسمشر محمود احمدي نژاد او د نوموړي هېواد د پوځ په وړاندې شعارونه ورکړل او د افغانستان په اړه یې د ایران وروستی غوره کړی سیاست په ټینګه وغانده.

مظاهره کوونکو ویل، چې ایران په ناحقه او د خپلو پخوانیو ژمنو او تړونونو خلاف د افغان سوداګرو نږدې اتلس سوه د تیلو ټانکرونه درولي او سرحدي پولیسو یې په بې رحمۍ سره یو شمېر بې ګناه افغان مهاجر وژلي او ټپی کړي دي.

دغو سلګونو تنو مظاهره کوونکو د جمعې په سهار خپله سوله ایزه مظاهره له شهرنو څخه پیل کړه،د دوي امنیت د پولیسو له خوا په ټینګه نیول شوی وو او د ایران سفارت مخې ته څو دقیقې ودرېدل او په لوړ اواز یې د ایران پرضد شعارونه ورکړل.

دوي یو پریکړه لیک هم صادر کړی چې د ملي مشارکت د جبهې د مشرنجیب الله کابلي له خوا چې دا مظاهره یې هم تنظیم کړې وه، ولوستل شو، د پریکړه لیک په یوه برخه کې داسې راغلي وو:
دوي یو پریکړه لیک هم صادر کړی چې د ملي مشارکت د جبهې د مشرنجیب الله کابلي له خوا چې دا مظاهره یې هم تنظیم کړې

"د ملګروملتونو له سازمان او له اسلامي هېوادونو څخه غواړو چې د ایران د پوځیانو دا عمل د بشریت په وړاندې جنایت ونوموي او محکوم یې کړي.

دوي دې د ایران پر حکومت فشار راوړي او په دې برخه کې دې بې تفاوته پاتې نه شي.

اسلامي هېوادونه او د ملګروملتونو سازمان دې د ایران دغو اعمالو ته جنایت ووایي او هغه دې په چټکۍ سره محکوم کړي".

دغه راز په پریکړه لیک کې له افغان حکومت نه هم غوښتل شوي وو، چې له ایران څخه دې د افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه پوښتنه وکړه او ایران ته دې د افغانستان د اوبو د بهېدو مخه ونیسي.

د ایران پرضد په کابل ښارکې د ا مظاهرې وروسته ترهغې کیږي چې له کابو یوې میاشتې راهیسې ایران د افغان سوداګرو نږدې اتلس سوه د تیلو ټانکرونه د پخوانیو ترانزیتي تړونونو په خلاف درولي دي.

دغه راز په کابل کې یوه خصوصي تلویزیون داسې تصویرونه هم خپاره کړل، چې ښیی د ایران سرحدي ځواکونه په ناحقه یو شمېر افغان مهاجر وژني او ټپي کوي يي.

د مظاهرې یوه تن مسوول روح الله ازادۍ راډیو ته وویل، که چېرې د دوي غوښتنو ته پاملرنه ونه شي نو د افغانستان په نورو ولایتونو کې به هم د ایران پر ضد ورته مظاهرې ترسره کړی:

(په ایران د افغانانو ټانکرونه ناحقه درول شوي او همدرانګه ناحقه افغانان يي هم په بې رحمۍ سره وژلي موږ له چارواکو نه غواړو چې ژر تر ژره دې په ضد اقدامات وشي او که دا اقدامات ونشي نو موږ په ټول افغانستان کې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړو.)

سره له دې چې په کابل کې د ایران سفارت د نوموړي هېواد د سرحدي پولیسو له خوا د یو شمېر افغان مهاجرو د وژنې او ټپې کېدو په اړه خپاره شوي تصویرونه ناسم او تقلبي بللي خو په دې پېښه کې د یو شمېر قربانیانو خپلوانو دا تصویرونه سم بللي او له افغان حکومت نه یې غوښتې چې دې مسالې ته رسیده ګي وکړي.

که څه هم ایران څو ورځې وړاندې نوموړي هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره ژمنه کړې وه چې د افغان سوداګرو درول شوېو ټانکرونو ته به افغانستان ته د ننوتو اجازه ورکړي خو لا تر اوسه یې د افغان چارواکو له هڅو سره سره په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
XS
SM
MD
LG