د ملي مشارکت جبهې چې له څو نورو سیاسي ګوندونوڅخه جوړه شوې او د کابل ښار سلګونو تنو اوسیدونکو د جمعې په ورځ د ایران د وروستیو کړنو پرضد مظاهرې وکړي.
مظاهره کوونکو د ایران د ولسمشر او د نوموړي هېواد د پوځ په وړاندې شعارونه ورکړل او د ایران له خوا یې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو درول او د افغان مهاجرو په وړاندې یې د نوموړي هېواد ناسم او جدي چلند وغانده.
مظاهره کوونکو یو پریکړه لیک هم صادر کړ، چې په کې د اسلامي هېوادونو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتل شوي، چې پر ایران خپل فشارونه زیات کړي ترڅو د افغانستان او افغانانو په وړاندې خپل چلند سم او په خپلو ژمنو ودریږي.