د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۸

ًفقیري:له ترکيي سره زموږ اړیکي په عالي کچه دي


بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري
بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د نوموړي هېواد د سفیرانو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره انقرې ته تللی وو.

په دې سفر کې ډاکټر زلمي رسول د ترکیې له ولسمشر او نورو چارو سره هم کتلي او د د واړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې ورسره خبري کړي.

دغه راز ترکي چارواکو ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د امنیت د ټینګښت او د دې هېواد د ودې او پراختیا لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې اړه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال د بهرنیو چارو وزارت له ویاند احمد ظاهر فقیري سره مرکه کړې،چې دا مرکه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.
XS
SM
MD
LG